Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پومپیو د سرتېرو ویستو په تړاو د ټرمپ له پلانه دفاع کړې

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو وايي له افغانستانه د سرتېرو ویستو موخه، له ګواښه د هغوی لیري ساتل دي.

پومپیو له فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي دي چې د ترهګرو لخوا ګواښونه واقعي دي، خو د ګواښونه سرچینه یوازې افغانستان نه دی، بلکې د نړۍ نورې برخې هم ددغو ګواښونو سرچینې دي.

هغه د سرتېرو ویستو په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له طرحې ملاتړ سره ټینګار کړی چې بهر کې دا مریکايي سرتېرو شتون سره د امریکا امنیت سره تړاو نلري.

پومپیو زیاته کړې چې امریکايي سرتېري له ګواښونو سره د مبارزې توان لري.

د دغه امریکايي لوړپوړي دپلوماټ په وینا ټرمپ نه غواړي سرتېري په داسې ځای کې پاتې شي چې د امریکا امنیت لپاره واقعي ګټه ونلري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پنټاګون افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر کمښت اعلان کړ‎.

د امریکامتحده ایالاتو دفاع وزارت وویل چې د دغه هېواد د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سپارښتنې پر اساس افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو شمېر تر ۲ زره او ۵۰۰ پورې راکم شي.

د اي بي سي امریکايي رسنۍ د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، کرسټوفرمېلر وايي، د ټرمپ په د تر ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵ مې به افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له پنځو زرو ۲۵۰۰ ته کموي.

عراق کې هم د امریکایي سرتېرو شمېر له ۳ زرو دوه نیم زرو ته کموي. کرسټوفرمېلر وایي، د ځواکونو کمول د دې مانا نه لري، چې امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې تګلاره بدله کړې.

شریک یي کړئ