Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې دوو مقناطیسي ماین چاودنو ۷ تنه ټپيان کړي

د کابل پولیسو نن (شنبې د لیندۍ په ۸مه)په یوې خبرپاڼه کې وايي چې پلازمېنه کابل کې د دوو مقناطیسي ماین چاودنو په پایله کې اوه تنه ټپيان شوي دي.  

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې لومړنۍ چاودنه نن سهار ۰۷:۱۰دقیقې د کابل ښار د یولسمې حوزې په اړوند ګولايي سینما په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر یوه «لنډ کروزر» موټر مقناطیسي ماین وچاودېد او څلور تنه یې ټپيان کړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې دویمه چاودنه نن سهار ۰۷:۴۰ دقیقې د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند سیمه امید سبز ښارګوټي پر واټ پر یوه فلډر موټر مقناطیسي ماین چاودنه وکړه چې په پایله کې یې درې تنه ټپيان شول.

په خبرپاڼه کې د دغو چاودنو د ډېرو جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

شریک یي کړئ