Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني په ټلېفوني خبرو کې د ملي پوځ د قومندانانو له کړنو مننه وکړه

ولسمشر غني، د هېواد په حساسو او ستونزمنو سیمو کې د ملي پوځ له ځینو قومندانانو سره په ټلېفوني خبرو کې د وروستیو ناامنیو د شنډولو په برخه کې د دغو ځواکونو له کړنې د حکومت او خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې ده ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د مننې په پار له هغوی سره تلېفوني خبرې وکړي.

په هغې ویډیو کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ له یوه پوځي قومندان سره د ښاغلي غني د خبرو له لړۍ څخه خپره کړې ده، ولسمشر وايي:«د دښمن برید مو په شا وتمبوه او اوس له ځواک سره ولاړ یاست، ومې غوښتل چې له تاسو مننه وکړم او ډاډ درکړم چې ټول دولت او ټول خلک ستاسو ملاتړی دی.»

له پوځي قوماندانونو سره د ولسمشر له دغو ټېلفوني خبرو مخکې؛ په کابل کې په درېیمې پرلپسې اوونۍ د شنبې پر سهار چاودنې وشوې.

د کابل په خیرخانې مېنه کې په یوې چاودنه کې چې پر یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وه؛ څلور تنه ټپيان شول.
 
د کابل اوسېدونکی جان‌محمد وویل:«زما د کور د کړکیو ښيښې ماتې شوې. ښکته راغلم. ومې لیدل چې درې، څلور تنه دلته وو؛ د هغوی د دوه تنو پښې یې پرې شوې وې. یو عکسر دلته لوېدلی و، نور یې هم له موټره وایستل.»

د کابل اوسېدونکی فرید هم زیاتوي:«له کوره وځو هېڅ نه پوهېږو چې بېرته به کور ته ځو که نه! دا ځه ډول ښار دی؟ له موږ څوک پوښتنه کوي ؟ امنیت شته نه شته؟»

د کابل په لوېدیځ کې د شپږمې حوزې په اړوند سیمه کې پر بل موټر هم د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې په دې پېښه کې درې تنه ټپیان شول.

له دې پېښې یو ساعت وروسته د هلمند په لښکرګاه ښار کې د مقناطیسي ماین په یوې چاودنه کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

د کابل اوسېدونکی عصمت‌الله په دې هکله زیاتوي:«نن سهار کله چې زه له کوره راوتلم او د دندې په لور روان وم، تر دغه ځایه هم ماته څو زنګونه راغلل چې عصمت ته په خیر ورسېدې؟ چېرته یې؟ پېښه په خیر تېره شوه؟ دا یوه ورځنی کار نه دی، څو ځله دی چې دا ډول کېږي.»

د جمعې پر ورځ ملي دفاع وزارت وویل چې په وروستۍ یوې اوونۍ کې په هرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په څه بادندې ۲۰ ولایتونو کې د طالبانو له لوري بریدونه او د امنیت ضد پېښې شوي دي.

که څه هم طالبانو دا خبرې رد کړي دي او وایي چې د دې ډلې بریدونه کم شوي دي.

د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې ولسمشر غني په ارزګان ؛ پکتیا؛ خوست ؛ فراه ؛ هرات ؛ کندهار او غور ولایتونو کې د پوځ له قوماندانونو سره ټيلفوني اړیکې ونیولې.

شریک یي کړئ