Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې کابو یو مېلیون تنه د ژمنیو پېښو له ګواښ سره مخ دي

افغانستان کې د ژمي له پیل سره هم مهاله، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې هېواد کې کابو یو مېلیون تنه د ژمنیو پېښو له ګواښ سره مخ دي. 

دغه وزارت همدارنګه وايي چې شونې ده ۲۵ زره نورې کورنۍ د جګړو له امله بې سرپناه شي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي وايي:«د ژمنیو پېښو د مدیریت پلان د تطبیق لګښت څه باندې درې نیم مېلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوی دی.»
 
د دغه وزارت چارواکي وايي چې دغه بنسټ په ژمي کې اړمنو ته د رسېدنې په پار چمتووالی لري.

هغه کورنۍ چې په پلازمېنه کې په کېږدیو کې ژوند کوي د هوا سړېدو یې ستونزې زیاتې کړي دي.

په کابل کې ځينې دغه کورنۍ ژمنیو مرستو ته اړتیا لري. په دغو کېږدیو کې د ژوندانه وضعیت له کړاوه ډک برېښي.
 
د کابل اوسېدونکی محمد ضیا وايي:«لرګي نه لرو. بخارۍ نه لرو.»

د کابل اوسېدونکی ګل آغا هم وویل:«نه لرګي لرو او نه هم اوبه.»

هر کال بېلابېلې طبیعي پېښې د هېواد خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، خو جګړې چې په هېواد کې یوه بله لویه ستونزه ده، لسګونه زره کورنۍ بې ځایه کوي.

وزګارتیا او بې وزلي په هېواد کې نورې لویې ستونزې دي، داسې چې ولسمشر غني ویلي دي د هېواد نوي سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي چې دغه بنسټ په ژمي کې اړمنو ته د رسېدنې په پار چمتووالی لري.

شریک یي کړئ