Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک ځانمرګی برید؛ ۳۱ تنه وژل شوي

د عزني ولایت د عامه نظم ساتنې پر کنډک ځانمرګی برید شوی او په دغه برید کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د غزني د عامې روغتیا ریاست ظاهرشاه نېک مل وايي چې په غزني ولایت کې د نن سهارني(یکشنبې د لیندۍ په ۹مه) ځانمرګي برید ۳۱ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه نور پټيان شوي دي.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي چې دغه ځانمرګی برید د غزني ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې د عامه ساتنې پر کنډک شوی دی.

د پېښې شاهدان وايي چې پوځي امبولانسونو د دغه برید قربانیان او پټيان روغتون ته ولېږدول.

امنیتي سرچینې وايي چې دغه برید له یوه «هاموې» موټر په واسطه د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري ترسره شوی دی.

د دغو سرچینو په وینا، په دغه کنډک کې د ملي پوځ ګمانډويي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.

د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

شریک یي کړئ