امنیتي سرچینې وايي چې نن (یکشنبې، د لیندۍ په ۹مه) د زابل ولایت د ولایتي شورا پر مشر عطاجان حق بیان پر موټر د ځانمرګي برید په پایله کې درې تنه وژل شوي او د ۱۹ ولسي وګړو په ګډون ۲۳ تنه نور پټيان شوي دي.
د ښاغلي حق بیان په وینا، دغه پېښه نن سهار د زابل په مرکز په کلات ښار کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ښاغلي حق بیان موټر له کوره بهر شو.
ویل کېږي چې عطا جان حق بیان برسېرن ټپي شوی دی، خو د څلورو تنو نورو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د دغې پېښې ټپيان د درملنې لپاره دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلي.