Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي روغې جوړې عالي شورا: د دغې شورا مشرتابه کمېټه وروستۍ شوې

د ملي روغې جوړې عالي شورا د جوړښت پر نه بشپړېدو د نیوکو په لړ کې، د دغې شورا ویاند وايي چې له حکومت او سیاسي مشرانو سره له مشورې وروسته، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه شورا وروستۍ شوې او تر راتلوونکو څو ورځو به د دغې شورا لومړنۍ غونډه جوړه شي.

کابو درې میاشتې مخکې ولسمشر غني په یوه فرمان کې د ملي روغې جوړې عالي شورا ۴۵ کسیز نوملړ اعلان کړ، خو د دغې شورا رییس عبدالله عبدالله او ځينو سیاستوالو د ولسمشر له دغه فرمان سره مخالفت وکړ.

اوس د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د شورا د مشرتابه غړو نوی ترکیب وروستۍ شوی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند مجیب الرحمان رحیمي وویل:«د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه غړي ۴۵ یا له ۴۶ زیات دي.»
 
 ولسمشر نن په ارګ کې له عبدالله عبدالله، حامدکرزي او عبدرب الرسول سیاف سره د سولې، د ملي روغې جوړې د عالي شورا د غړو د ترکیب او د دې شورا د غړو د لومړنۍ غونډې د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«د ملي روغې جوړې عالي شورا د غړو د نوملړ وروستي کېدل په شدت سره روان دي. ډېر ژر به موږ د شورا د غونډې د جوړېدو شاهد واوسو.»

حامدکرزی او ګلبدین حکمتیار چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د نوملړ له مخې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه غړي وو، هم د دې شورا غړیتوب رد کړی و.

 اوس مهال سرچینې وایي چې د دغو شخصیتونو په ګډون د ملي روغې جوړې د عالي شورا د غړو په نوملړ کې د رحمت الله نبیل او فرخنده زهرا نادري نومونه زیات شوي دي.
 
یو شمېر سیاستوال د ملي روغې جوړې د عالي شورا د کار په پېلېدو کې د ځنډ لامل د عبدالله عبدالله ناتواني او د ارګ بې پروایي بولي.

د لغمان پخوانی والي لطف الله مشعل څرګندوي:«تېره ورځ په قطر کې یوه هوکړه وشوه. که چېرې د ملي روغې جوړې عالي شورا موجوده وه، دا هوکړه به یې تصویب کړې وای او خبره به خلاصه وای او موږ سولې ته رسېدو. له بده مرغه د واکمنۍ او د حکومت د ځواک د له لاسه ورکولو له وېرې، ډاکټر غني نه غواړي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا جوړه شي.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا حوړېدل د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک یوه برخه وه. خو د دغه هوکړه لیک له لاسلیکېدو د شپږو میاشتو په تېرېدو سره تر اوسه د دې شورا کارونه نه دي پېل شوي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د شورا د مشرتابه غړو نوی ترکیب وروستۍ شوی دی.

شریک یي کړئ