وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دسولې مذاکراتو پيل کړنلارې د وروستي کېدو په هکله ضد ونقیض لیدلوري

طالبان او د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مذاکراتو د پیل کړنلارې د وروستي کېدو په هکله ضد او نقیض دریځونه لري.
 
طالبان د سولې د مذاکراتو د پېلېدو کړنلاره چې ۲۱ مادې لري، وروستۍ ګڼي. خو د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی بیا دغه کړنلار وروستۍ نه ګڼي او وايي چې پیلامه یا سریزه یې وضاحتونو ته اړتیا لري.

لکه څنګه چې طالبان وایي چې څورلس ورځې وړاندې د سولې مذاکراتو د پیلېدو کړنلار د دواړو لوریو د پلاویو له لوري وروستۍ شوې ده، خو باخبره سرچینې وایي چې دواړو لوریو په تېرو دوو میاشتو کې د دې ۲۱ ماده ییزې کړنلارې د سریزې په تړاو اختلاف لرلی دی.

د سولې مذاکراتو کې د بنسټ په توګه د حنفي فقې منل کېدل هغه اختلافي مسله وه چې د نومبر میاشتې پر ۱۵ یې په تړاو دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل. خو سرچینې وایي چې اوس مهال افغان حکومت کابل ته د معصوم ساتانکزي له رابللو وروسته ویلي دي چې د سولې د مشورتي لویې جرګې پرېکړې دې هم د مذاکراتو د بنسټ په توګه ومنل شي، خو دا غوښتنه د طالبانو له لوري نه ده منل شوې او هغوی دا کړنلار وروستۍ بولي.
                   
د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم وايي:«د بین الافغاني مذاکراتو کړنلار په ۲۱ مادو کې د نومبر میاشتې پر ۱۵ مه بشپړه او وروستۍ شوې ده.»

خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی دا کړنلار وروستۍ نه بولي او وایي چې سریزه یې نور سپېناوي ته اړتیا لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی له بشپړ واک سره هلته تللی دی او د هغوی د مذاکراتو بنسټ د افغانستان اساسي قانون دی او د سولې مشورتي لویې جرګې سپارښتنې دي.»

په قطر کې د طالبانو سرچینې وایي چې د افغانستان د جمهوري دولت د پلاوي له ډلې محمد معصوم ستانکزي، عبدالسلام رحیمي او نادري نادري د دې کړنلارې په سریزه کې د بدلونونو غوښتونکي دي.

په کابل کې ځينې سیاستوالان وايي چې د مذاکراتو بهیر له اوږدېدو او د اختلافونو له زیاتېدو سره، د سولې په هکه د حکومت د هوټ په هکله بې باورۍ زیاتېږي.
           
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وویل:«په هره اندازه چې زموږ اختلافونه زیات شي، په هماغه اندازه د جمهوریت دریځ او مقام کمزوری کېږي. او د خلکو شک یقین ته زیاتېږي چې ګواکې چې په واک کې د پایښت موضوع مطرح ده.»
             
آزاد خبریال سمیع یوسفزی  هم څرګندوي:«د افغانستان ډله چې په قطر کې ده د طالبانو د څرګندونو په هکله اندېښمن شوي او د قطر دولت ته یې شکایت کړی چې دا څرګندونې باید له تفاهم وروسته شوې وې.»

طالبانو ته نږدې سرچينې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي او طالبانو ترمنځ د اختلافونو د دوام د پایلو په تړاو خبرداری ورکوي.
 
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«دا به نه یوازې د مذاکراتو د بندون لامل شيو بلکې د جګړې د زیاتوالي لامل به هم شي.»

د افغانستان اسلامي جمهوري او طالبانو ډلې پلاویو په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د یوې ۲۱ ماده ییزې کړنلارې او د هغې د متن پر سرېزې بوخت وو، خو تر اوسه هېڅ یوه لوري د سولې د مذاکراتو لپاره د کړنلارې د ۲‍۱ مادو جزیات نه دي اعلان کړي.

شریک یي کړئ