Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکایانو ژغورونکي پيلوټ د پناه اخیستوغوښتنه رد شوه

امریکا متحده ایالاتو دغه هېواد ته د هغه افغان پيلوټ د پناه اخیستو غوښتنه رد کړې چې "د امریکایانو ژوند یې ژغورلی و"

دغه افغان پیلوټ محمد نعیم اسدي نومیږي او ۳۲ کلن دی.

امریکايي "استارز اند استریپس" رسنۍ راپور ورکړی چې د ښاغلي اسدي، مېرمنې او د لور د پناه اخیستو غوښتنه په لومړیو کې منل شوې وه، خو تېره میاشت ناڅاپه رد شوه.

هغه افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره کار کاوو او د دغو سرتېرو په ژغورنه کې یې ونډه درلوده، خو اوس اړ دی چې خپل ژوند ته د ورپېښ ګواښ له کبله په پټه ژوند وکړي.

ښاغلي اسدي چې مخکې له دې د امریکايي ځواکونو محافظت سیمه کې یې ژوند کاوو، خو د تېرې دوشنبې(د لیندۍ ۱۲مې) پورې ورته وخت ورکړل شوی وو چې یا بېرته له افغان پوځ سره یوځای شي او یا هغه ځای پریږدي.

دغه ۳۲ کلن پیلوټ چې د "جګړن" رتبه لري له سي ان ان سره مرکه کې ویلي دي چې اوس مهال له خوندي ځایه ویستل شوی دی او اړ دی چې په پټه له خپلې کورنۍ سره په وېره کې ژوند وکړي.

د راپور له مخې ښاغلي اسدي له امریکايي سرتېرو سره د دندې په مهال د دغو سرتېرو ژوند ژغورلی وو

شریک یي کړئ