د ناټو سرمُنشي، ینس سټولټنبرګ وایي، دا په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د جګړې حل لپاره یو ګام دی او د ناټو ټول ملګري د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
سټولټنبرګ نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۱۳مه نېټه) وایي، اوس ناټو غواړي افغانستان کې د سیاسي لارې برابرېدو اوربند ټینګېدو کې چټک پرمختګ وشي.
تېره ورځ د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو بالاخره له کابو درې میاشتو سلامشورو او چنې وهلو وروسته د سولې مذاکراتو کړنلار وروستۍ کړه.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وايي چې دغه کړنلار له سریرې سره وروستۍ شوې ده او دواړو لوریو د سولې مذاکراتو پر اجنډا پیل کړی دی.
ورته مهال د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی محمد نعیم که څه هم د سولې مذاکراتو کړنلار د وروستي کېدو پخلی کوي، خو وايي چې ټاکل شوې د سولې مذاکراتو پر اجنډا بحث پيل شي.
په دې وروستیو کې طالبانو ویلي چې دغه کړنلار د نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه وروستۍ شوې وه؛ وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت وویل چې د هغه پر سریرې هوکړه نه ده شوې.
دواړو لوریو نږدې درې میاشتې مخکې په دوحه کې د سولې مذاکرات پيل کړل. په دغې موده کې اصلي بحث د سولې اصلي مذاکراتو د کړنلارې د رامنځته کېدو پر څرنګوالي و؛ هغه کړنلار چې جنجالي شوه او بالاخره د مذاکراتو پر بندون پای ته ورسېده.
پلاویو له بندون وروسته، څه باندې یوه میاشت یې نه کومه غونډه سره لرله او نه هم مذاکراتو کوم پرمختنګ درلود.