د پکتیا سیمه ییز مسوولین د دغه ولایت مرکز ګردیز ښار کې د موتربم چاودنې برید کې د درېیو سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د مسوولین په وینا چاودنه(پنجشنبې د لیندۍ په ۱۳مه نېټه) د ګردیز ښار مرکزي چوک کې شوې او په ترڅ کې یې ۱۹ ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند، عبدالرحمن منګل وايي چې چاودنه د ګردیز ښار مرکزي چوک کې د امنیتي ځواکونو پر ګزمې شوې ده.
په همدې حال کې د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، لطف الله کامران وايي چې پېښه د موټربم له کبله شوې ده.
د پکتیا حوزوي روغتون مسوولین څرګندوي چې روغتون ته پنځه ټپیان لېږدول شوي او ډله کې یې یو پولیس هم شامل دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.