پوځ د وسله والو له شتونه د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ مرکز له پاکولو خبر ورکوي.
د کمانډو ځواکونو خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ځواکونو له هوايي ملاتړ سره د یادې ولسوالۍ مرکز نیولو په موخه پوځي عملیات کړي.
د خبرپاڼې له مخې عملیاتو کې ۲۰ طالب وسله وال وژل شوي دي.
دهراوود ولسوالۍ کابو درې اوونۍ مخخکې د طالبانو لاسته لوېدلې وه.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.