د ننګرهار سیمهییز مسوولین وايي د داعش نومول شوی والي، هدایت الله د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي دي چې هدایت الله دغې ډلې ته ځانمرګو بریدودنو د واسکټونو جوړونکی هم و.
د داعش ډلې یاد غړی د چپرهار ولسوالۍ په للمه ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د خبرپاڼې بله برخه کې راغلي دي د جلال اباد ښار اکمالاتي بېز سیمه کې د افغان ځواکونو بېلو عملیاتو کې د قاري عبدالرحمن په نامه د داعش ډلې یو قومندان وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې دولتي ځواکونو ویلي وو چې ننګرهار کې د داعش ډلې ځالې له منځه وړل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه