Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمېټې لومړنۍ غونډه

د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمېتې لومړنۍ غونډه نن (شنبې، د لیندۍ په ۱۵مه) په ارګ کې جوړه شوه.

په دغې غونډه کې ولسمشر غني وویل چې د سولې بهیر یوه نوي پړاو ته ننوتلی دی او باید په مشورې سره مخته ولاړ شي.

ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې دغه کمېټه د پرېکړه کوونکي پلاوي او دا به په دوحه کې پلاوي ته لارښونه وکړي.

هغه ټينګار وکړ چې په هېواد کې د تاوتریخوالي پای د ټولو قربانیو ته اړتیا لري او خلک د اوربند د ټيڼګښت غوښتونکي دي او سوله باید تېر وخت ته د ستنېدو په مانا نه وي.

ښاغلی عبدالله همدارنګه وايي چې په اوسني حساس پړاو کې د سولې بهیر یووالی ته اړتیا لري او ارزښتونه باید وساتل شي.

ورته مهال پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې باید نور کسان هم د ملي روغې جوړې مشرتابه کمېټې ته راوبلل شي.

هغه ټينګار وکړ چې خلک د نورو د موخو قرباني شوي دي او اوس یې چې درک کړې ده باید سولې ته د رسېدو لپاره جدي پاملرنه وکړي.

په دغې غونډه کې پخواني جهادي مشر عبدر الرسول سیاف هم وویل چې اوس جمهوریت د طالبانو په پرتله ډېر سولې ته اړتیا لري ځکه د هغه په وینا، دا لوری د خلکو د امنیت د ټينګښت مسوولیت لري.

ښاغلی سیاف همدارنګه ټینګار کوي تر هغې چې هغوی له منځه ماته ونه خوري، له بهره به د خلکو د وېش وس به څوک ونه لري.

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني خبرداری ورکوي چې د سولې په هکله د پرېکړې واک باید د ملي روغې جوړې عالي شورا ته ورکړل شي. او له هغې پرته شونې ده چې د کمېتې غړي نورې پرېکړې وکړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه