د ګمرکونو عمومي ریاست وايي چې په هېواد کې د بې اسنادو موټرو د ثبت بهیر، تراوسه ۲۰۰ مېلیونه افغانۍ عاید درلود.
دا بهیر د سږکال د لړم میاشتې له لومړۍ نېټې پېل شو او تمه کېږي چې دا بهیر د لیندۍ میاشتې تر پایه، پای ته ورسېږي.
د ګمرکاتو عمومي ریاست وایي چې د دې بهیر د چټکتیا لپاره یې په دې برخه کې د کارکوونکو شمېر او امکانات زیات کړي دي.
د ګمرکاتو عمومي رییس محمد خلیل صالح زاده وویل:«مخکې د کابل د ګمرک کاري ظرفیت، په ورځ کې ۵۰ موتر وو او اوس دا مو ۷۰ موټرو ته رسولی دی، په ورځ کې زموږ هڅه او کوښښ دا دی چې دا بهیر زر او له زرو هم لوړ ورسوو.»
تر اوسه شاوخوا پنځلس زره موټر د ثبت لپاره چمتو شوي دي او له دې ډلې ۳۵۰۰ موټرو ته اسناد ورکړل شوي دي.
د کابل د ګمرک ریاست د تعرفې او بیې ټاکولو مدیر محمد نعیم فرید وايي:«د دغه بهیر د ارزونې سیسټم د اسیکوډا دی، چې د اسیکوډا سیسټم نړیوال دی؛ کله چې موږ د موټر قیمت سیسټم ته داخلوو، محصول او مالیات یې ځانته ارزول کېږي.»
بل خوا د بې اسنادو موټرو یو شمېر خاوندان وایي چې پولیسو یې موټرونه ضبط کړي دي؛ دوی له دې چې اجازه نه ده ورکړل شوې د تخنیکي څېړنو لپاره خپل موټر له پولیسو بېرته واخلي؛ شکایت لري.
د کابل اوسېدونکی سجاد څرګندوي:«موږ ته یې موټر را نه کړ؛ د دې لپاره چې په لار کې د لارې په اوږدو کې نور چک پاینټونه هم دي او بیا یې دروي. موټر دې د دوی استازی دې درسره کېني او ګمرک ته یې یوسي.»
د کابل اوسېدونکی امېد هم زیاتوي:«موږ دې هم د کابل ګمرک ته ولېږدوي؛ په هغه صورت کې چې ثبت او راجستر وو، محصول کړو؛ په هغه صورت که چې ثبت او راجستر نه وي ضبط یې کړي.»
په دې لړ کې د کورنیو چارو وزارت د بې اسنادو موټرو د تګ راتګ د مخینوي لپاره د پولیسو پر هڅو ټینګار کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په ډاګه کړه:«په پرېکنده توګه هغه اقدام چې د ناقانونه موټر د تګ راتګ د مخنیوي لپاره شوی دی، کولای شي چې د جرمونو د کموالي لپاره مرسته وکړي.»
د ګمرکونو د عمومي ریاست د چارواکو په وینا؛ تمه کېږي چې د بې اسنادو موټرو د ثبت بهیر شاوخوا دوه مېلیارده افغانۍ عواید ولري.
د دغو پېسو یو مېلیارد افغانۍ به ۱۵ زره هغو موټرو ته د سندونو په ورکړې سره چې ثبت ته چمتو کړای شوي دي؛ ترلاسه شي.