Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي روغې جوړې شورا غونډه؛ ځينو ګډون ونه کړ او د ځينو مخنیوی وشو

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې په لومړنۍ غونډه کې چې نن شنبې (د لیندۍ په ۱۵مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه، ځينو سیاسي څېرو لکه ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او عبدالرشید دوستم حضور پيدا نه کړ.

ځينې نور سیاستوالانو د رحمت الله نبیل او سید اسحاق ګیلاني په ګډون وايي چې د ملي روغې جوړې د مشرتابه شورا په نننۍ غونډه کې د هغوی د حضور مخنیوی وشو.

له دې ډلې د افغانستان اسلامي نهضت رییس سید اسحاص ګیلاني وايي د دې لپاره چې د پر حکومت د نیوکه کوونکو څېرو له ډلې دی ولسمشر ونه غوښتل چې هغه په دغې غونډه کې ګډون وکړي.

بل خوا سید اسحاق ګیلاني وایي چې ولسمشر د ملي روغې جوړې د عالي شورا په نننۍ غونډه کې، د فرخنده زهرا نادري او شهزاده شاهد له حضور سره هم مخالفت کړی دی:«کله چې موږ نه شي منلی په یقین چې ملاهبت الله او ملا برادر خو په پرېکنده توګه نه شي منلی. اوس موږ ته ثابته شوه چې د سولې په وړاندې اصلي خنډ حکومت دی.»
 
رحمت الله نبیل هم ویلي، سره له دې چې نوموړي ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې شوې وه، خو ولسمشر د نوموړي له  حضور سره مخالفت کړی دی.
 
د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک اووه میاشتې وروسته چې د هغه په لړ کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې عالي شورا رامنځته شوه، دغې شورا خپله لومړنۍ غونډه جوړه کړه.

یوشمېر سیاستوال په سولې بهیر کې د ټولو اغېزناکو څېرو حضور له طالبانو سره  د سولې لپاره  په کوردننه د اجماع د پیاوړتیا په برخه کې مهم بولي.

ولسمشر غني،عبدالله عبدالله، حامدکرزی، عبدرب الرسول سیاف، یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، حنیف اتمر، عطا محمد نور او ځينې نور سیاستوالو په دغې غونډه کې حضور درلود.
  
پخوانی ولسمشر حامد کرزی څرګندوي:«کېدای شول چې زموږ دغه غونډه نوره هم بشپړه وای. زموږ په هېواد کې نور شخصیتونو هم شته چې په سوله کې یې هڅې کړې دي او د لید او نظر خاوندان دي، او ولسي استازيتوب هم کولای شي. هیله ده چې هغوی هم که چېرې بلل شوي نه وي - راوبلل شي.»

د جمعیت اسلامي اجرایي رییس عطا محمد نور هم وویل:«هر څوک د خپل زیار او د هغو قربانیانو د شمېر په مطابق چې ورکړي یې دي او سبا هماغه قرباني ورکوي د افغانستان په مقیاس کې د حضور له شعاع څخه او همدا ډول له جمعیت ګوند او نورو ګوندونو حضور د سولې شورا او پرېکړې کړې حضور ولري.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړنۍ غونډه، د دغې غونډې د ترسراوي پر ځنډ له نیوکو وروسته جوړه شوه.

نقد کوونکي وايي چې دغه غونډه باید ډېر وخته جوړه شوې وای چې د سولې بهیر څرنګوالی په سمه توګه مدیریت شوی وای. 
 
د سیاسي چارو کارپوه رفیع الله زیار څرګندوي:«هغه اختلاف چې ولسمشر له ځینو اشخاصو سره درلود، یو سیاسي اختلاف دی. دا اختلاف باید د شخصي ګټو پربنسټ نه وي چې د سولې بهیر زیانمن شي.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټه چې د ځينو سرچینو په وینا ۴۸ غړي به ولري؛ چې تر اوسه د دې شورا د رییس له لوري په رسمي توګه اعلان شوي نه دي.
 
شریک یي کړئ