Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي مصالحې شورا د مشرتابه کمېټې له لومړنۍ غونډې د امریکا هرکلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه شورا له لومړنۍ غونډې چې تېره ورځ جوړه شوه هرکلی کوي.

پومپيو د ملي روغې جوړې عالي شورا «د سولې د هڅو په درشل کې یو جامع او معتبر بنسټ» ګڼي او وايي چې د هغې د لومړنۍ غونډې جوړېدل د پرمختګ لپاره یو بل ګام دی.

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم راغلي دي چې د افغانستان مشران او سیاسي څېرې د عادلانه او تل پاتې سولې د پرېکړې نیولو او ملاتړ لپاره متحد شوي دي.

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې ټول ښکېل لوري، باید سره راغونډ او د سولې لپاره یوه لار ترسیم کړي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا او د هغه مشرتابه کمېټه د یوه معتبر بنسټ په توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ته د هوکړې د اصولو، د واک وېش او دایمي اوربند، د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای لپاره مشوره او لارښونه به وکړي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې په لومړنۍ غونډه کې چې پرون شنبې (د لیندۍ په ۱۵مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه، ځينو سیاسي څېرو لکه ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او عبدالرشید دوستم حضور پيدا نه کړ.

ځينې نور سیاستوالانو د رحمت الله نبیل او سید اسحاق ګیلاني په ګډون وايي چې د ملي روغې جوړې د مشرتابه شورا په نننۍ غونډه کې د هغوی د حضور مخنیوی وشو.

له دې ډلې د افغانستان اسلامي نهضت رییس سید اسحاص ګیلاني وايي د دې لپاره چې د پر حکومت د نیوکه کوونکو څېرو له ډلې دی ولسمشر ونه غوښتل چې هغه په دغې غونډه کې ګډون وکړي.

بل خوا سید اسحاق ګیلاني وایي چې ولسمشر د ملي روغې جوړې د عالي شورا په نننۍ غونډه کې، د فرخنده زهرا نادري او شهزاده شاهد له حضور سره هم مخالفت کړی دی.
 
رحمت الله نبیل هم ویلي، سره له دې چې نوموړي ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې شوې وه، خو ولسمشر د نوموړي له  حضور سره مخالفت کړی دی.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک اووه میاشتې وروسته چې د هغه په لړ کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې عالي شورا رامنځته شوه، دغې شورا خپله لومړنۍ غونډه جوړه کړه.

یوشمېر سیاستوال په سولې بهیر کې د ټولو اغېزناکو څېرو حضور له طالبانو سره  د سولې لپاره  په کوردننه د اجماع د پیاوړتیا په برخه کې مهم بولي.

ولسمشر غني،عبدالله عبدالله، حامدکرزی، عبدرب الرسول سیاف، یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، حنیف اتمر، عطا محمد نور او ځينې نور سیاستوالو په دغې غونډه کې حضور درلود.
  
د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړنۍ غونډه، د دغې غونډې د ترسراوي پر ځنډ له نیوکو وروسته جوړه شوه.

نقد کوونکي وايي چې دغه غونډه باید ډېر وخته جوړه شوې وای چې د سولې بهیر څرنګوالی په سمه توګه مدیریت شوی وای. 
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټه چې د ځينو سرچینو په وینا ۴۸ غړي به ولري؛ چې تر اوسه د دې شورا د رییس له لوري په رسمي توګه اعلان شوي نه دي.
 
شریک یي کړئ