Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دهلمند پولیس: د لښکرګاه-کندهار لویه لار به ډېر ژر بیا پرانیستل شي

د هلمند امنیه قومندان وايي چې د لښکرګاه - هلمند لار چې ۴۵ کیلومټره اوږدوالی لري. ژر تر ژره بیا پرانیستل شي.

افغان ځواکونو د کندهار - هلمند د لویې لارې د پرانستلو لپاره له پنځو ورځو راهیسې عملیات پېل کړي دي او د دې لارې د ډېریو برخو د بېرته نیولو خبر ورکوي.

د هلمند امنیه قومندان خلیل الرحمان جواد وایي چې د دې لارې په اوږدو کې د طالبانو له لوري سلګونه لوی او کوچني پلونه الوزول شوي دي؛ خو سره له دې به هم دا لار د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.
   
ښاغلی جواد همدارنګه څرګندوي چې تراوسه څه باندې ۷۰ سلنه دغه لارې د ماینونو له شتونه پاکې شوې دي.

د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمان جواد وویل:«تاسې شاهد یاست چې دلته پل او پلچکونه، د خلکو شخصي کورونه د ماینونو په واسطه الوزول شوي دي. موږ په ارامه توګه خپل عملیات په مخ بیایوو چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي. »

د هلمند د امنیه قومندان په وینا تر اوسه د هلمند - کندهار ۳۰ کیلومټره لار له طالبانو بېرته نیول شوې ده او  ۱۵ کیلومټره نوره به یې هم د هغوی له شتونه پاکه شي.
 
سرتېری صف الله وايي:«دوی د پاکستان غلامان دي او زموږ هېواد خرابوي له همدې امله زموږ عملیات جریان لري.»
   
بل سرتېری ګل محمد هم وویل:«پر طالبانو فشار راغلی او پر لار یې ځينې پلونه الوزولي دي. زموږ عملیات به دوام ولري او موږ به په مخ ولاړ شو.»

دا لویه لار تر هغه وروسته وتړل شوه چې طالبانو شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پر لښکرګاه ښار او شاوخوا سیمو یې ډله ییز برید وکړ.
 
د هلمند امنیه قومندان وايي چې دولتي ځواکونو د لښکرګاه - کندهار لویې لارې د بیا پرانیستو عملیات پنځه ورځې مخکې پيل کړي دي.

شریک یي کړئ