Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان خنجان ته د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د بغلان ولایت امنیتي مسوولین د دغه ولایت خنجان لپاره د طالبانو لخوا د نومول شوي ولسوال له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت پولیس (یکشنبې د لیندۍ په ۱۷مه) وایي، د طالبانو  دغه تش په نامه ولسوال سره یې درې ملګري هم وژل شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند، احمد جاوېد بشارت څرګندوي چې ملا امیر محمد په دوشي ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برید کړی و چې په ځوابي برید کې له خپلو درېیو کسانو سره یوځای وژل شوی.

ښاغلي بشارت افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بغلان ولایت امنیتي مسوولين وايي چې د طالبانو دغه غړی له خپلو درېیو ملګرو سره وژل شوی دی

شریک یي کړئ