Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار دامان ولسوالي موټربم برید ۳۳ تنه ټپيان کړل

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ موټر بم برید د ملي کسان په ګډون ۳۳ تنه ټپیان کړل.

دغه پېښه نن (دوشنبې دلیندۍ په ۱۷مه نېټه) له غرمې مخکې شوې او په کې د ۹ د ملي پولیس او ۲ د ملي امنیت سرتېري شامل دي.

د والي ویاند، بهیر احمدي څرګندوي چې د برید له کبله په یوه کور کې ۱۵ تنه ملکي کسان او د ولسوالۍ د ودانۍ ۷ مامورین هم ټپیان شوي دي.

ښاغلی بهیر همداراز وايي چې د یوه تن ټپي حالت نازک دی چې د درملنې په موخه میرویس روغتون ته لېږدول شوی دی.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند، جمال بارکزی وايي چې پر امنیه قومندانۍ برید کې د قومندانۍ او ولسوالۍ ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند پېښه تاییدوي خو زیاتوي چې د مرګ ژوبلې په تړاو تر اوسه مالومات نشته

شریک یي کړئ