Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: طالبان د خپلو ۷زرو بندیانو د ازادۍ برخلیک مالومول غواړي

افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سرپرست سفیر وايي چې طالبان تمه لري، څو له لسو کمو راتلونکو ورځو کې یې د ۷۰۰۰ بندیانو د ازادولو په تړاو پرمختګ وشي.

راس ویلسون ټینګار کوي چې په دې تړاو مختصره برخه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې ځای شوې ده.

دغه امریکايي ډپلوماټ وايي افغان سیاسي مشران له ګډې او پیاوړې اجماع سره کولی شي چې سولې ته د رسېدو لپاره سخته پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د افغانستان د سولې د خبرو برخلیک نه دی څرګند، تر اوسه د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي یوازې د خبرو اجنډا په تړاو سره بحثونه کوي، خو کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست وايي، طالبان له امریکا سره د سولې هوکړې له مخې غواړي چې له ۱۰ ورځو کمه موده کې یې ۷۰۰۰ نور بندیان هم د افغان حکومت له بنده ازاد شي.

راس ویلسون زیاتوي:«د ۷۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په تړاو د امریکا او طالبانو  ترمنځ هوکړه کې مشخصه بله برخه ځای شوې ده. که حساب شي نو طالبان د دې هوکړې له مخې تمه لري چې بندیان یې د دسمبر (روانې زیږدیز میاشتې) تر نیمايي دا بندیان یې ازاد شي. زه یې مشخصه نېټه په یاد نلرم. دا زموږ نظر دی. له هغه ځایه چې په موږ پورې اړه لري، د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړې موارد له یو بل سره تړلې دي. تاسې نشئ کولئ چې د هوکړې یوه برخه اوباسئ او  اوایاست  چې دا برخه دې اوس وي، او نورې برخې دې یې نه وي.»

د  افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي تر اوسه یوازې د خبرو پر تګلارې هوکړې ته رسېدلي دي. افغانستان کې د امریکا سفارت سرپرست وايي چې افغان سیاستوال باید سولې ته د رسېدو لپاره د یوې ګډې اجماع پر اساس سختې پرېکړې وکړي.

دی وړاندې وايي:«د سیاسي ګونونو وننده، زموږ ګټه د اسلامي جمهوري مشرانو ترمنځ اجماع کې ده چې کولی شي د خبرو پرمختګ سره سختې پرېکړې وکړي، دوحه کې مرکچي پلاوي ته روښانه هدایت ورکړي او داسې یې ترسره کړي د کوچنیو سیاسي ګټو، یا قومي یا نورو وړو ګټو پرتله، چې ملي ګټې ښکاره کړي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې افغان حکومت نېږدې شپږ زره طالب بندیان د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل په موخه ازاد کړل، خو اوس چې دا بهیر کومې پایلې ته نه دی رسېدلی، د ۷۰۰۰ زرو نورو طالب بندیانو ازادول له اندېښنو سره مله دي.

کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست وايي، طالبان له امریکا سره د سولې هوکړې له مخې غواړي چې له ۱۰ ورځو کمه موده کې یې ۷۰۰۰ نور بندیان هم د افغان حکومت له بنده ازاد شي.

شریک یي کړئ