Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوله؛ سرچینې: طالبانو د اجنډا لپاره یو۲۲ ماده ییز وړاندي چمتو کړی

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو کاري ډلو د سولې مذاکراتو د اجنډه په هکله د درېیمې ورځې لپاره غونډه جوړه کړه.

په قطر کې سرچینې وايي چې طالبانو د سولې د مذاکراتو په اجنډا کې د شاملېدو لپاره یو ۲۲ ماده ییز وړاندیز چمتو کړی دی، خو افغانستان حکومت ویلي دي چې د اوربند ټينګښت تر ټولو مهمه غوښتنه ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی غواړي په اجنډا کې يي ځای پر ځای کړي.

له دغو غونډو باخبرې سرچینې وایي چې طالبانو د سولې مذاکراتو کې د خپلو غوښتنو د په ډاګه کولو لپاره ۲۲ ماده ییز وړاندیز مطرح کړی دی، خو  دا سرچینې ټینګار کوي چې طالبانو د سولې مذاکراتو کې د طالب بندیانو خوشي کول نه دي شامل کړي او فکر کوي چې دا مساله به له امریکایانو سره حل شي. 
   
په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسن وویل:«لکه څنګه چې په موږ پورې اړوندېږي، د طالبانو او امریکا د هوکړه لیک ټولې برخې له یو بل سره غوټه شوې دي، تاسو نه شئ کولای یوه برخه یې وباسئ او ووایاست چې دا برخه باید وي، په داسې حال کې چې نورې برخې نه وي.»

افغان حکومت په داسې حال کې چې د اوه زره طالب بندیانو د خوشي کولو د څرنګوالي په تړاو څرګند ځواب نه ورکوي، خو ټینګار کوي چې د اوربند ټينګښت د افغانستان اسلامي جمهوریت تر ټولو مهمه غوښتنه ده چې باید د سولې مذاکراتو په اجنډا کې شامله شي.
 
د ولسشمر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«په اجنډا کې د افغانستان د خلکو لپاره مهمه مسله اوربند دی.»

خو د جګړې په ختمولو او یوې سیاسي هوکړې ته په رسېدو کې د دواړو لورو نرمښت خورا مهم بلل کېږي.
               
د پخواني ولسمشر د دفتر رییس عبدالکریم خرم وايي:«که چېرې د امریکا د لوړې مراسم بدلونونه رامنځته نه کړي، مهمه موضوع دا ده چې د افغانستان په راتلوونکي نظام کې به د واک کوم ترکیب رامنځته شي، دواړه لوري به پر دې جنجالي بحثونه ولري.»

په قطر کې د دواړو لورو د پلاویو له کاري ډلو باخبره سرچینې وایي چې په تېرو درېیو ورځو کې د سولې مذاکراتو د اجنډا د مشخصولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی؛ خو سرچینې زیاتوي چې دواړه لوري په خپلو کې هم د سلا مشورو په حال کې دي چې ټولې غوښتنې د مذاکراتو په اجنډا کې شاملې شي. 

په قطر کې سرچینې وايي چې طالبانو د سولې د مذاکراتو په اجنډا کې د شاملېدو لپاره یو ۲۲ ماده ییز وړاندیز چمتو کړی دی، خو افغانستان حکومت ویلي دي چې د اوربند ټينګښت تر ټولو مهمه غوښتنه ده.

شریک یي کړئ