Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله جوماتونو ته له لومړي تر درېیم ټولګیو لیږد طرحه ناسمه بولي

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړۍ تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه کاملآ ناسمه او اشتباه بولي.

ښاغلي عبدالله چې نن(سې شنبې د لیندۍ په ۱۸مه نېټه) د افغان سولې بهیر په تړاو یوې ناستې کې خبرې کولې وویل چې د دغې طرحې او د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت لغو کېدو په تړاو یې له رسنیو اورېدلي دي.

د عبدالله په وینا د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د دې پر ځای چې په ریاست بدل شوی وی، باید چې تقویت شوی وی.

ده زیاته کړه:«د دغه هېواد د یوه وګړي په توګه، پوهېږم چې کاملآ یوه ناسمه پرېکړه ده، له اساسه ناسمه ده په لسګونو دلایلو سره. موږ کله توانېدلي یوو چې خپلو مدارسو سره هغه مرسته وکړو چې یوې ښې کچې ته ورسیږي.»

وروسته له دې چې جوماتونو ته له لومړي تر درېیم ټولګې پورې د زده کړو بهیر لیږد طرحه د پوهنې وزارت وړندې کړه او له غبرګونونو سره مخامخ شوه، یاد وزارت وویل چې دا طرحه به هغو سیمو کې عملي کوي چې ماشومان ښوونځیو ته لاس رسی نلري.

د پوهنې وزارت یو سلاکار وايي چې د طرحې پر جزییاتو باندې یوازې د پوهنې وزارت سرپرسته او هغې ته نېږدې کسان پوهیږي.

له دې سره د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي ټینګار سره وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ له دې مسلې خبره ده او د پوهنې وزارت د یاد پلان په اړه ناسم پوهاوی شوی دی.

هغه وویل:"هغوی کوم پروګرام چې تر لاس لاندې لري یوازې د درسي نظام د پیاوړتیا لپاره دی."

هغه خبرپاڼه چې په جوماتونو کې له لومړي تر درېیم ټولګي پورې د زده کوونکو د زده کړو په تړاو د شنبې پر ورځ د پوهنې وزارت پر فېسبوک پاڼه خپره شوه؛ د دوشنبې پر ورځ اېډېټ شوې ده.

د خبرپاڼې په سمه شوې بڼه کې ټینګار شوی دی چې د پوهنې وزارت دا طرحه به په هغو سیمو کې چې ښوونځي ته لاسرسي ونه لري، عملي شي.

په وروستیو څلرویشتو ساعتونو کې د ټولنیزو شبکو کارونکو د پوهنې وزارت د دې خبرپاڼې او هغه څه پر وړاندې چې په خپله د پوهنې وزارت سرپرستې په دې تړاو پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي، غبرګونونه ښودلې دي.

ځينې سرچینې وایي چې د پوهنې وزارت ډېری کارکوونکي له دغه راز پلانه خبر نه وو او پر دې حک حیران شوي دي چې دا هر څه یې د رنګینې حمیدي پر ټويټر پاڼه او د پوهنې وزارت پر فېسبوک پاڼه لیدلي دي.

د دغه وزارت رسمي لیدلوري هم په دې تړاو د بې خبرۍ ښودنه کوي.

په هېواد کې د  ښوونځیو د زده کوونکو شمېر څه باندې نهه مېلیونو تنو ته رسېږي. له دې منځه څه باندې درې مېلیونه یې نجونې دي.

د عبدالله په وینا د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د دې پر ځای چې په ریاست بدل شوی وی، باید چې تقویت شوی وی

شریک یي کړئ