Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک د کورونا واکسین په پار ۱۰۰ مېلیونه ډالر مرسته کوي

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې نړیوال بانک او د افغانستان نورو همکارانو ژمنه کړې ده چې له دغه هېواد سره د کورونا ویروس د واکسین چمتو کولو لپاره سل مېلیون ډالري مرسته کوي.

ښاغلي غني په دې اړه وویل:«نړیوال بانک او هغه همکاران چې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره مرسته کوي په پرنسیب کې موږ ته ۱۰۰ مېلیونه نور ډالر هم راکوي. همدارنګه اسیايي باک هم ۴۹ مېلیونه ډالر د واکسین لپاره له موږ سره ژمنه کړې ده.»

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت وايي تر لاسه شوې ژمنې به په لومړي پړاو کې د افغانستان د نفوذ شل سلنې ته به د کورونا ویروس واکسین زمینه برابره کړي.

دغه وزارت زیاتوي حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د شل سلنه نفوذ لپاره د دغه ویروس واکسین برابر کړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید الله مجروح وویل:«ښې مادي ژمنې مو ترلاسه کړې دي له هماغه فنډي تسهیل یا کواکس فسېلېټي چې د نړۍ په کچه رامنځته شوي په نېغه توګه همغږي او اړیکه لرو. په لومړي پړاو کې موږ د کورونا ویروس ۱۶ مېلیونه واکسینو فرمایش ورکړی چې د اتو مېلیونو افغانانو لپاره بسنه کوي.» 

خلک څه وايي؟

جمعه خان چې د غزني له مالستان ولسوالۍ د کورونا ویروس د معاینې لپاره کابل ته راغلی دی، وایي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د کوویډ نولس ناروغانو لپاره لابراتوار او روغتون نشته او هره ورځ د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي له دې پرته چې د کورونا ویروس ټسټ وکړي، یا بستر کېږي او یا هم په کورونو کې ساه ورکوي.
 
د غزني اوسېدونکی جمعه خان زیاتوي:«د کورونا لپاره معاینه نشته، په ټول افغانستان کې یو د افغان - جاپان روغتون دی، داسې خو نه کېږي چې په ټول هېواد کې یو لابراطوار وي.»

هېوادوال له حکومته غواړي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره باید هڅه وکړي چې خلکو ته د دې ویروس واکسین برابر کړي.
 
د پروان اوسېدونکی الله محمد نوري وویل:«پر واکسین هم کار کېږي که چېرې زموږ هېواد ته راشي ښايي چې زورواکي یې استفاده کړي. فکر نه کوم چې بې وزله او بې چاره کس ته دې ورسېږي.» 

بل خوا د افغان جاپان روغتون رییس وایي چې له یوې میاشتې راهیسې په دغه روغتون کې د کوویډ نولس ناروغانو شمېر زیات شوی دی او اوس مهال په دغه روغتون کې شاوخوا ۷۰ ناروغان بستر دي.

په افغانستان کې د کورونا ویروس نوې شمېرې

د عامې روغتیا وزارت د  شمېرو له مخې په وروستیو ورځو کې په هېواد کې د کوویډ نولس ناروغانو شمېر په ورځ کې څه باندې ۲۰۰ تنه او د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا شل تنه وي.

د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۳۰ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د لیندۍ په ۱۸مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۶۵۴ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ ۶ ناروغان مړه شوي او ۴۹ تنه هم روغ شوي دي.

له تازه پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۸ زره او ۳۶۳ ته ورسید چې له ډلې یې ۷۸۹۰ یې فعالې دي.

تازه پېښې ۸۷ کابل، ۱۲ هرات، ۱۴ کندهار، ۱۰ بلخ، ۹ ننګرهار، ۱۸ تخار، ۱۵ پروان، ۲ نیمروز، ۱ بادغیس، ۱۲ غزني، ۴ میدان وردګ، ۹ هلمند، ۸ لغمان، ۳غور، ۱۳ کاپیسا، ۸ پنجشېر، ۱ زابل او ۴ ارزګان کې ثبت شوې دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۰۸ او د روغو شویو کسانو شمېر ۳۷ زره او ۳۳ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۶۷ مېلیونه او ۶۱۸ زره تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې یو مېلیونه او ۵۴۴ زره تنه مړه شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه