Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دامریکا مجلس افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لایحه تصویب کړه

د امریکا محتده ایالاتو مجلس بالاخره له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو لایحه تصویب کړه.

دا لایحه چې د امریکا د دفاعي بودیجې د لایحې یوه برخه ده، ولسمشر ټرمپ اړباسي چې له افغانستان او المان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر سوکه کړي.

د امریکا د دفاعي بودیجې د ۷۴۰ مېلیارد ډالري لایحه، د ۳۳۵ موافقو او ۷۸ مخالفو رایو سره نن چهارشنبې تصویب شوه.

د دغې لایحې په یوې برخه کې راغلي دي چې امریکايي سرتېري باید په مسوولانه توګه له افغانستانه بهر شي او د امریکايي ځواکونو شمېر باید په اوسني وضعیت کې له ۴۰۰۰ کم نه شي.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و چې ټاکل شوې ده په افغانستان کې ددغه هېواد ځواکونه تر ۲۵۰۰ کم شي.

د افغان امنیتي ځواکونو د څلور مېلیارده ډالرو د لګښت ورکړې ته هم د امریکا په دفاعي بودیجه کې ځای پر ځای شوې ده.

د امریکا د استازو مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې رییس دم اسمیت په دې اړه وايي:«هر هغه څه چې موږ یې د افغانستان په اړه کوو دا دي چې، ولسمشر د وتلو لپاره دلیل وړاندې کړي او ښايي هغه داسې ونه کړي؛ خو زما له نظره دې ته هم اړتیا لرو چې له افغانستانه رابهر شو؛ خو دغه کار باید په مسوولانه ډول وکړو. دغه لایحه غیرمسوولانه وتنې ته اجازه نه ورکوي.»

دا په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې، تر راتلوونکو ۳۶ ورځو به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۵ زرو ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

 د امریکا د استازو مجلس غړی مک ټورن بېري وویل:«دغې لایحې ته غوڅ اکثریت رایه د دې ښودنه کوي چې، موږ له خپلو سرتېرو ملاتړ کوو. غوڅ اکثریت رایه زموږ دوښمنانو ته هم دا څرګندوي چې، موږ له دغه هېواده د ملاتړ لپاره له یو بل سره درېږو او دا لایحه د دغو ټولو مسایلو په اړه ده.»

د دغې لایحې په یوې برخه کې راغلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر باید له ۴ زرو راکم نه شي؛ ځکه امریکايي ځواکونه به په اوسنیو شرایطو کې له افغان ځواکونو د ملاتړ او همداراز د ترهګرۍ ضد ماموریتونه په ښه توګه ترسره نه شي کړای.

د امریکا د استازو مجلس غړې سوزان ډېویس څرګندوي:«د افغانستان او عراق د جګړو په درشل کې، موږ خپل ټول پام خپلو هغو ځواکونو ته چې هره ورځ مبارزه کوي واړاوه. خو اوس موږ د خپلو سرتېرو پر راتلوونکو اړتیاو متمرکز یوو.»

دغه لایحه باید د امریکا د سنا له لوري هم په غوڅ اکثریت سره تصویب شي.

داسې تمه کېږي چې، پر دغې لایحې د موافقو رایو ډېرښت به د هغې د ویټو لپاره د ولسمشر ټرمپ ګواښ هم شنډ کړي؛ خو دا احتمال هم شته که چېرې ټرمپ دغه لایحه ویټو کړي؛ نو یو شمېر امریکايي استازي به خپلې ورکړې رایې راوګرځوي او متفاوتې رایې به ورکړي.

شریک یي کړئ