Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه هندي شرکت ته د غازو د کیفیت د ارزولو پروژې پر ورکړې نیوکې

هندي «ټي سي ار سي» شرکت ته د تېلو او مایع عازو د کیفیت د ارزولو پروژې د ورکړې څرنګوالی په ولسي جرګه کې له نیوکو سره مخ شو.

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې دغه هندي شرکت تېر کال د امکاناتو د نه درلودو او دوکه کارۍ له امله د ولسمشر له خوا لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د دغو استازو په وینا، اوس د نورم او اسټنډرډ ادارې دغه مورد ته له پاملرنې پرته، د هېواد په بندرونو کې د تېلو او مایع ګازو د ارزونې پرژوه دغه هندي شرکت ته ورکړې ده.

دغه استازي وايي چې له دغه تړون سره هغه سلګونه مېلیونه ډالر چې باید د دولت خزانې ته تللي وای، حیف و میل کېږي.

د ولسي جرګې غړی فدامحمد الفت صالح وايي:«د ټي سي ار سي شرکت هېڅ شتون نه لري؛ څو غله سره یوځای شوي او غواړي چې عامه شتمني جور تالان کړي.»

د ولسي جرګې بل غړی استاد حنیف هم وویل:«دا د مشورې ورکړې شرکت دی، لابراتوار نه لري. دا شرکت په سیمه کې د ټسټ تخصص نه لري.»

د ولسي جرګې ځينې غړي د هېواد په پولو کې د ټي، سي، آر، سي شرکت له لوري د ګاز او نفت د کیفیت ارزونې د پروژې عملي کېدل د هېواد د ملي ګټو پر خلاف بولي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کروخېل څرګندوي:«په خپله ولسمشر دا لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی و او له صحنې لېرې کېږي. ولې بیا ځلې له دغه شرکت سره تړون کېږي؟»

خو د نورم او سټنډرډ اداره وايي، ولسمشر غني پروسږکال په یوه حکم سره ټي، سي، آر، سي شرکت لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی وو؛ خو ۱۴ ورځې وروسته بیا د تدارکاتو کمېسیون د تېلو د کیفیت د ارزونې تړون دغه شرکت ته ورکړ او له همدې امله دغه اداره د تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې پر اجرا کولو مکلفه وه.

په افغانستان کې د ټي سي ار سي شرکت مسوول محمد جمال شینواری وايي:«په دغې پروژه کې یو ډېر شمېر مافیايي کسان لاس لري او په ځانګړې توګه هغه سوداګر چې غواړي افغانستان ته بې کیفیته توکي داخل کړي.»

بلخوا د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي:«ملي اقتصادي کمېسیون ته لارښونه شوې ده چې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.»  
                
هېواد ته د بې کیفیته سون توکو د وارداتو د مخنیوي لپاره د حکومت له مکررو ژمنو سره سره، دغه ننګونه له کلونو راهیسې لا پر خپل ځای ده.

شریک یي کړئ