د هېواد نامتوو لیکوال، رهنورد زریاب د ورپېښې ناروغۍ له کبله د اووه اویا کلنۍ په عمر ومړ.
محمد اعظم رهنورد زریاب د فارسي ژبې نامتو رمان لیکونکی او لیکوال و چې افغانستان، ایران، تاجکستان، هند او ځینو نورو هېوادونو کې یې خلکو له اثارو سره اشنايي درلوده.
استاد زریاب شاوخوا ۵۰ کاله کلتور او ژبې ته کار کړی و.
ښاغلي زریاب د لیکوالۍ ترڅنګ د ۱۵ کالو راهیسې په طلوع نیوز ټلویزیون کې د ایډیټور په توګه دنده پرمخ بېوله.
هغه په ۱۳۲۳ هجري لمریز کال کې د کابل رکاخانې سیمه کې نړۍ ته راغلی و.
استاد زریاب له کابل پوهنتونه د ژورنالیزم په برخه کې لیسانس ترلاسه کړی و او په همدې څانګه کې یې خپله ماستري د بریټانیا سویلي ویلز پوهنتون کې کړې ووه.
نوموړي په انګلیسي ژبې روانې خبرې کولې او د فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنه کې یې پراخه مطالعه کړې وه.
د هغې مېرمن سپوږمۍ زریاب هم لیکواله ده او درې اولادونه لري.
استاد رزیاب اویایمې هجري لمریزې لس ییزه کې فرانسې ته مهاجرت وکړ او د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته کابل ته راغی او په ځینو حکومتي بستونو کې یې دندې ترسره کړې.