Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محب: د سولې مذاکراتو نور پړاونه دې دننه افغانستان کې تعقیب شي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې پاتې پړاونه دې دننه په افغانستان کې تعقیب شي.

ښاغلي محب په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي دي چې دولت د دغو خبرو اترو د ځاي په اړه کومه ملاحظه نه لري او چمتو دی د هر ځای وړاندیز چې طالبان وکړي وې مني.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی دی تجربې ښودلې ده چې په بهر کې سوله له بهرنیو شرایطو اغېزناکه کېږي او د افغانستان په ګټه نه ده.

هغه زیاتوي چې دننه په افغانستان کې د سولې بهیر مخته بیول نه یوازې دا چې اضافي لګښت کم وي، د افغانستان خلکو ته د دغه بهیر د مالکیت او څارنې وړتیا هم ورکوي.

د ښاغلي محب دغه څرګندونې په حال کې کې مطرحه کېږي چې د رپوټونو پربنسټ د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د سولې رسمي مذاکرات له ۲۰ ورځني ځنډ سره مخ شوي دي.

ټاکل شوې وه دغه مذاکرات چې د دوو ورځو لپاره ځنډول شوي وو، نن پيل شي.

څه باندې درې میاشتې کېږي چې مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې رسمي مذاکراتو د پیل لپاره په سلامشورو او چنې وهلو سره بوخت دي. 

تېره اوونۍ خبر راورسېد چې دواړه لوریو د سولې مذاکراتو پر کړنلارې سره هوکړه کړې ده؛ هغه کار چې په دې درشل کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

د سولې مذاکراتو د کړنلارې د هوکړې په تعقیب، پلاویو ګډې کاري کمېټې جوړې کړې چې د سولې رسمي مذاکراتو د اجنډا په هکله سره سلامشورې وکړي.

د چهار شنبې په ورځ خبر راورسېد چې دغو کمېټو ځينې وړاندیزونه مطرح کړي دي او د ډېرو سلامشورو او چنې وهلو لپاره د مذاکراتو پيل دوه ورځې ځنډېدلی دی.

تراوسه طالبانو د ښاغلي محب د دغه وړاندیز په هکله څه نه دي ویلي. 

شریک یي کړئ