Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مېلر: د امریکايي ځواکونو کمښت له ترهګرۍ سره پر مبارزې اغېز نه لري

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ډاډ ورکوي چې د ۲۵۰۰ تنو ته د امریکايي ځواکونو له کمېدو سره، دغه ځواکونه به په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې وس ولري.
 
د ښاغلي مېلر دا څرګندوې د امریکا د مشرانو جرګې له لوري د هغې طرحې له تصویبه یوه ورځ وروسته چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د ډانالډ ټرمپ واکونه محدودوي، کېږي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان په دې اړه وویل:«موږ پر دې موضوع د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په دقت بحث کړی دی، موږ لاهم داسې ځواکونه لرو چې د اړتیا پر مهال به له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي؛ موږ لا هم د افغان ځواکونو د روزنې مشورې ورکولو او له هغوی سره د مرستې ماموریت مخته وړو.»

تر دې وړاندې ډونلډ ټرمپ حکومت ویلي دي چې د امریکایي ځواکونو شمېر به د جنوري تر ۱۵ به له ۵۰۰۰ نه ۲۵۰۰ تنو ته راکم شي.

خو د نوموړي دا دریځ د امریکایي جنرالانو له مخالفت سره مخ شوی دی او ان ویل کېږي چې د امریکا د ولسمشر د دې پرېکړې پر وړاندې د مخالفتونو له امله د ټرمپ له لوري د امریکا دفاع وزیر هم له دندې لېرې شو.
 
له دې ټولو سره سره، د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو نيوکه کوي.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ مېلر زیاته کړه:«ما په دې تړاو چې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده خبرې کړي دي، اړتیا ده چې د طالبانو له لوري باید د تاوتریخوالي کچه راټېته شي، د تاوتریخوالي د زیاتېدو بیه د افغانستان خلک پرې کوي.»

په افغانستان کې دوه زو پنځه سوو تنو ته د امریکایي سرتېرو د کمېدو لپاره د ډانالډ ټرمپ پرېکړه د یو شمېر اروپايي هېوادونو ؛ ایران او ناټو له غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.

شریک یي کړئ