Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی سبا کابل ته راستنېږي

ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د یوې ۲۳ ورځني ځنډ لپاره کابل ته راستون شي.

دغه ۲۱ کسیز پلاوی به له طالبانو سره تر درې میاشتنۍ مذاکرې وروسته کابل ته راشي.

د افغانستان د سولې مذاکراتو لومړنی پړاو د وږي میاشتې په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحې کې پېل شو. د سولې دواړو مرکچي پلاویو  نږدې درې میاشتې د سولې د مذاکراتو د کړنلارې په تړاو بحثونه وکړل او له ډېرو لوړو او ژورو او څو اوونیو بندون وورسته؛ بالاخره د سولې د مذاکراتو د کړنلارې په تړاو چې ۲۱ مادې لري، هوکړې ته ورسېدل.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړې جبیبه سرابي وايي:«عملي او بنسټیز ګام چې ډېر د پام وړ او اوږد وقت یې ونیو، د کړنلارې پر وروستي کېدو هوکړه د مذاکراتو کار دی چې یوازې یو اجرايي سند نه دی بلکې یو لړ اصول چې د مذاکراتو مهم مسایل او د یوه ټول ګډونه افغانستان د تصور څرنګوالي جوړول رامنځته کوي هم په ځان کې رانغاړي.»
 
د مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو وروسته - پلاویو د مذاکراتو د اجنډا د جوړولو پر سر کار پېل کړ.

طالبانو د سولې مذاکراتو په اجنډا کې د شاملولو لپاره ۲۲ ماده ییزاو د افغانستان اسلامي جمهوریت د دغو مذاکراتو د اجنډا لپاره ۲۸ ماده ییز وړاندیز وړاندې کړې دي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند څرګنده کړه:«یوازیني اصول چې د مذاکراتو لپاره دي د هغه په اړه یوه نیمه هوکړه چې دغه هوکړه لا لاسلیک شوې هم نه ده شوې.»

تېره شپه په دوحه کې مرکچي پلاویو اعلان وکړ چې خبرې اترې یې تر راتلوونکو ۲۳ ورځو درولي دي او وروسته به د مرغومې میاشتې په ۱۶مه بېرته پیل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې په دغې موده کې مرکچي پلاویو د بحث وړ موضوعګانو به مشورې وکړي.

د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزی وايي:«هغه غوښتنې چې د افغانستان خلکو لرلې چې سوله راځي، ستونزې ختمېږي، له بده مرغه موږ په دغو درې میاشتو کې هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.»

تېره ورځ د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وړاندیز وکړ چې د سولې خبرو اترو دویم پړاو باید دننه په افغانستان کې ترسره شيږ خو د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم وویل چې د مذاکراتو دویم پړاو به هم په دوحه کې ترسره شي. 

شریک یي کړئ