Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د سولې خبرو دویم پړاو پر ترسراوي د ولسمشر ټينګار

ولسمشر غني افغانستان کې د سولې خبرو دوهم پړاو مخته وړو باندې ټینګار کړی او ویلي چې افغان حکومت له طالبانو سره د افغانستان په هر ګوټ کې خبرو ته چمتو دی.

د ولسمشر غني ویاند، صدیق صدیقي پر خپلې ټویټر پاڼې ليکلي دي چې ولسمشر نن(دوشنبې د لیندۍ په ۲۴مه نېټه) د کابینې په غونډه کې د افغان سولې بهیر د دویم دور خبرو پرمخ بیولو په تړاو د افغانسان د ملي امنیت د سلاکار خبرې تایید کړې او زیاته کړې یې ده"که طالبان په افغانستان پورې تړاو لري، نو ولې د افغانستان په خاوره کې مذاکرات نه کوي؟ دوی(طالبان) د افغانستان د خاورې هر ځای چې وغواړي، دولت ورسره د سولې خبرو ته چمتو دی."

د ښاغلي صدیقي په وینا، ولسمشر غني زیاته کړې چې افغانان تر خیمو لاندې، سړې هوا کې هم خبرو ته چمتو دي.

ولسمشر همداراز څرګنده کړې:« اړینه نه ده چې مفشن هوټلونه دې د خبرو لپاره د شرط په توګه وټاکل شي. ضروري ده چې ټول خلک وګوري چې دا مذاکرات څه ډول ترسره کېږي؟ او پر کومو مواردو تمرکز کېږي او ولې؟»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب د شنبې په ورځ ویلي و چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې پاتې پړاونه دې دننه په افغانستان کې تعقیب شي.

ښاغلي محب په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي و دولت د دغو خبرو اترو د ځای په اړه کومه ملاحظه نه لري او چمتو دی د هر ځای وړاندیز چې طالبان وکړي وې مني.

ولسمشر ویلي اړینه ده چې خلک وګوري د سولې خبرې په څه ډول او څنګه ترسره کیږي.

شریک یي کړئ