Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې اجنډا لپاره د پلاویو مطرحه شویو وړاندیزونو نسخې

طلوع نیوز د سولې مذاکراتو د دواړو لوریو وړاندیز شویو طرحو یوې نخسې ته چې د دغو مذاکراتو د اجنډا لپاره وړاندیز شوې دي لاسرسۍ موندلی دی.

د اوربند  ټينګښت، د پولو ساتنه او ملي واکمني چې د افغانستان اسلامي جمهوریت استازيتوب وکړي، د بهرنیانو د لاسوهنې بندېدل، د جګړې د قربانیانو د حقونو تامین، ملي پخلاینه، د کلیو ملکي کول، د بشري ځواک او ټولنې مُلکي کول، د رسنیو د آزادیو تامین، اقتصادي ځانبسیاینه، د نشه يي توکو له قاچاق او پروسسه مخنیوي او د بهرینو جنګیالیو د فعالیت مخنیوی هغه تر ټولو مهمې غوښتنې دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي یې د  مذاکراتو په اجنډا کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده. 

د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي وړاندیزونه  

* د افغانستان د خلکو د امنیت ټينګښت 

*  اوربند 

* د پولو ساتنه 

* ملي واکمني، د افغانستان اسلامي جمهوریت قانوني تمثیل

* د بهرنیو د لاسوهنو بندېدل 

* بیړني پراختیایي او بشري خدمتونه 

* له هېوادونو سره د اړیکو په تړاو سپېناوی 

* د مذاکراتو د هوکړو د پلې کېدو کړنلارې 

* د سیاسي لارې نقشه 

* د جګړې د قربانیانو حقونه او اړوند مسایل 

* ملي پخلاینه، د کډوالو راستنېدل، د کلیو ملکي کول او د کار د زمینې برابرول 

* د بشري ځواک او ټولنې ملکي کول 

* نړیوال ضمانتونه 

* ملي ادارې 

* د مطبوعاتو آزادي 

* د افغانستان اقتصادي ځانبسیاینه 

* د نشه یي توکو د قاچاق او پروسس مخنیوی 

* د بهرنیو جنګیالیو مخنیوي 
            
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې هکله وویل:«نړۍ هرې سولې ته رایه نه ده ورکړې، د دوی رایه باعزته او پایدارې سولې ته وه چې په هغه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له خپلو ټولو ارزښتونو او لاسته راوړنو سره وساتل شي.»

بلخوا ولسمشر غني هم د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د مذاکراتو دویم پړاو په افغانستان کې مخته یوسي.

ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه:«که چېرې طالبان ادعا لري چې د افغانستان په خاوره کې دي؛ نو ولې د افغانستان په خاوره کې مذاکره نه کوي؟ د افغانستان هر ځای چې هغوی وغواړي، د افغانستان دولت به یې چمتو کړي چې له هغوی سره مذاکره وکړي. افغانان په خېمو کې مذاکره کولای شي، په سړې هوا کې هم. د دې وخت نه دی چې د ټولو وار له مخې شرط د لکسو هوټلونو وړاندیز وي. اړتیا ده چې تول خلک ووني چې د سولې مذاکرات څه ډول ترسره کېږي؟ پر کومو موضوعګا نو بحث کېږي او ولې؟»

اسلامي نظام او د راتلونکي اسلامي نظام د ډول په تړا بحث، د پوځي او امنیتي ادار او اسلامي شورا په تړاو بحث، د اساسي قانون په تړاو بحث، د بهرني سیاست په تړاو خبرې، د هېواد خپلواکي، په هېواد کې د یووالي ټینګښت، د ښوونیز نظام په تړاو بحث، د کونډو او یتیمانو د سرپرستۍ تضمین او د اسلام د لارښوونو له مخې د ښځو او ټولو هېوادونو د حقونو تامین د سولې مذاکراتو کې د شاملېدو لپاره د طالبانو مهمې غوښتنې دي.

د طالبانو د پلاوي وړاندیزونه 

* اسلامي نظام 

* د راتلونکي اسلامي نظام ډول 

* زعامت
 
* پوځي او امنیتي سکټور 

* اسلامي شورا 

*اساسي قانون 

*بهرنی سیاست 

* د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له پرمختللو نړیوالو معیارونو سره د پالیسیو برابرېدل

*د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ پراختیا 

*د افغانستان پیوستون او ملي یووالی 

*ملي ګټو ته ژمنتیا 

*ملي ارزښتونه 

*پوهنه 

* اساسي بشري حقونه 

*د کونډو او یتیمانو د کفالت تضمین 

*د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ښځو حقونه 

* ټول شرعي او اصولي حقونه 
             
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا هم وویل:«د مذاکراتو درېدل د ملت په ګټه نه دي او فکر کوم چې په دغو مذاکراتو کې نظام او د نظام څرنګوالی د طالبانو په لومړیتوب کې دي. »
         
دواړو لوریو خپلې وړاندیز شوې طرحې د مشورو لپاره یو بل ته سپارلي دي او دواړه لوري درویشت ورځې فرصت لري چې د سولې د مذاکراتو د اجنډا په تړاو سلا مشورې وکړي او د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی هم کابل ته ستون شوی دی.

شریک یي کړئ