د غور ولایتي شورا غړي، عبدالرحمن عطشان ماین چاودنه کې نن(سې شنبې د لیندۍ په ۲۵مه نېټه) ژوند بایلود.
د یادې شورا بل غړی، عبدالبصیر قادري وايي چې پېښه د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله شوې.
دغې چاودنې کې د غور ولایتي شورا یو غړی، عبدالرحیم رضا زاده ټپي شوی دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
