Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د مذاکراتو دویم پړاو له ترسراوي سره د طالبانو مخالفت

په افغانستان کې دننه د سولې مذاکراتو د دویم پړاو لپاره د ولسمشر غني له غوښتنې یوه ورځ وروسته، طالبان په دې تړاو غبرګون ښيي او وایي چې د سولې مخربین ځکه دغه راز غوښتنه کوي چې خپل واک او شخصي ګټې په خطر کې ویني.

د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند وایي چې د دواړو لوریو پلاویو د مذاکراتو د بل پړاو لپاره چې ټاکل شوې ده، د جنوري په  پنځمه په دوحه کې له سره پېل شي؛ هوکړه کړې ده.
                
د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم وویل:«د هېواد ډېری سیمې زموږ په ولکه کې دي او موږ چې هر ډول پرېکړه کوو په موږ پورې اړه لري، البته همدا ادرسونه دي چې موده مخکې یې له ملګروملتونو غوښتي وو چې د اسلامي امارت غړي دې په تور نوملړ کې وي، او پر امارت فشار راوړل شي، د ا ټولې څرګندونې په یوه تناقض کې دي.»

خو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې دننه د سولې مذاکراتو د نورو پړاونو ترسره کېدل د دغو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره ډېر مهم ګڼي.
      
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي:«په افغانستان کې د سولې مذاکراتو مخته بیول د طالبانو ډلې ته یوه موکه ورکوي چې د افغانستان له واقعیتونو او د تاوتریخوالي له لوړې کچې او هغه دردونه چې د افغانستان خلک یې ویني وصل شي.»

د ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۴مه نېټه) د کابینې په غونډه کې د افغان سولې بهیر د دویم پړاو خبرو پرمخ بیولو په هکله د افغانسان د ملي امنیت د سلاکار خبرې تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې د سولې خبرو دویم پړاو باید په افغانستان کې ترسره شي.

ولسمشر غني وویل:«غواړم چې په قوت سره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار څرګندونې په دې هکله چې موږ غوړه ګڼو د سولې مذاکراتو دویم پړاو په افغانستان کې ترسره شي، تایید کړم.»

ښاغلي غني وايي:«که طالبان په افغانستان پورې تړاو لري، نو ولې د افغانستان په خاوره کې مذاکرات نه کوي؟ دوی(طالبان) د افغانستان د خاورې هر ځای چې وغواړي، دولت ورسره د سولې خبرو ته چمتو دی.»

ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه چې افغانان تر خیمو لاندې، سړې هوا کې هم خبرو ته چمتو دي.

ولسمشر همداراز څرګنده کړې:«اړینه نه ده چې مفشن هوټلونه دې د خبرو لپاره د شرط په توګه وټاکل شي. ضروري ده چې ټول خلک وګوري چې دا مذاکرات څه ډول ترسره کېږي؟ او پر کومو مواردو تمرکز کېږي او ولې؟»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب د شنبې په ورځ ویلي و چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې پاتې پړاونه دې دننه په افغانستان کې تعقیب شي.

ښاغلي محب په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي و، دولت د دغو خبرو اترو د ځای په اړه کومه ملاحظه نه لري او چمتو دی د هر ځای وړاندیز چې طالبان وکړي وې مني.

شریک یي کړئ