Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګاونډیو سره د سوداګریزو ستونزو د نه حل په هکله د خصوصي برخې نیوکې

د ننګرهار د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړي ادعا لري چې په تېرو اتو میاشتو کې په کراچۍ بندر کې د افغانستان د سواګریزو توکو د زرګونه کانټینرونو له درېدو سره د افغانستان خصوصي برخې ته څه باندې څلور سوه مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

د دغې خونې غړي په هغې غونډه کې چې د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر وړاندې د ستونزو د په کوته کولو لپاره جوړه شوې وه وايي افغان حکومت نه دی توانېدلی له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي.

په دغې غونډه کې په کابل کې ایراني مسوولان مني چې پر ایران د امریکا د بندیز له لګېدو سره په چهابهار بندر کې ستونزې رامنځته شوي او شته.

په دې غونډه کې که څه هم د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتېدو لپاره له چابهار بندره ګټه اخیستل ګټور بلل کېږي؛ خو یو شمېر سوداګر وايي چې پر دې لار هم لویې ستونزې شته.

په کابل کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د عامل پلاوي رییس حجت الله فضلي وویل:«په دې لار هم ستونزې شتون لري خو باید له ځنډ پرته د هغوی د حل لپاره کار وشي ځکه چې چابهار بندر د افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري.»

په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې د پاکستان د ستونزو جوړولو له امله افغان سوداګرو ته په مېلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی.

د سوداګرۍ اوپانګونې خونې غړی مخلص احمد څرګندوي:«موږ د کورونا له پیله تراوسه پاکستان ته د ۴۵۰ مېلیون ډالرو د ډمیروچ او ډينشن له ورکړې سره زیان لیدلی دی.»

بل خوا د چابهار بندر له لارې د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ستونزې او په چابهار کې ټيټ بندري ظرفیت هغه ستونزې دی چې د سوداګرو په وینا له دې لارې بهر ته زیات توکي نه شي صادرولای.

خو په کابل کې د ایران سفارت چارواکي دا ننګونې په افغانستان کې د ستونزو له امله بولي.

په کابل کې د ایران سفارت سیاسي اتشه محمد علي محمودي وايي:«موږ خبر شو چې سږ کال د افغانستان صادرات یو مېلیارد او ۲۰۰ مېلیونو ته رسېږي خو دا شمېر ډېر کم دی باید کار وشي چې لازم صادرات ولري ځکه چې افغانستان هېڅ شی کم نه لري باید ډېر صادرات ولري.»

په دې غونډه کې په چابهار بندرکې د محدودیتونو شتوالی له دې لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر وړاندې له لویو ستونزو ګڼي.

د طرزي د څېړنیز بنسټ رییس صبغت الله  غزنوي وویل:«پر چابهار د بندیزونو نه روښانتیا او په دې برخه کې د وضاحت نه شتون له سترو ننګونو دي باید حل شي دغه ستونزې باید د هغو چینلونو په مرسته حل شي چې په افغانستان او هند کې دي.»

په کابل کې د ایران سفارت مسوولان وايي د ټرانسپورټي بیخ بناوو د کموالي او په هېواد کې د اوسنیو ستونزو له امله افغانسان په سیمه کې د ټرانزیټي څلور لارې په توګه نه شي ثابتېدلای.
دوی وایي چې په افغانستان کې د نورو پراختیايي پروژو د پیلولو لپاره له افغان حکومت سره خپلې طرحې شریکې کړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه