د کابل ښار ۱۵ حوزې پنجصد فامیلي سیمې کې ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړل.
د پولیسو په وینا پېښه نن سهار ۶:۳۴ دقیقې (چهارشنبې د لیندۍ په ۲۶مه نېټه) د کابل ۱۵ حوزې سیمه کې شوې ده.
د یادې سرچینې په حواله چاودنه د مقناطیسي ماین له کبله پر یوه هایلکس ډوله موټر شوې او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې د چې تېره ورځ سهار د کابل مرستیال والي، محبوب الله محبي د ماین چاودنې له کبله ژوند بایلود.