Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: بغلان کې ۱۳ سرتېرو ژوند بایلود

بغلان ولایت کې سیمه ییز چارواکي د ۱۳ تنو دولتي ځواکونو له ژوند بایللو خبر ورکوي.

دغه چارواکي نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۲۶مه نېټه) وايي چې پلخمري ښار کې د پولیسو پر پوستو د طالبانو برید پایله کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د دغو چارواکو په خبره پېښه تېره شپه د پلخمري ښار وزیر اباد او نیازالله سیمه کې په داسې حال کې شوې چې طالبانو د پولیسو پر دوو پوستو برید وکړ.

دوی زیاتوي د برید سیمه د بغلان له امنیه قومندانۍ کابو درې کیلومتره واټن لري.

د وژل شویو سرتېرو مړي نن د هغوی کورنیو ته وسپارل شول، خو خپلوان یې نیوکه کوي چې امنیه قومندانۍ په وخت دغو ځواکونو سره مرسته  نه ده کړې.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

چارواکي: بغلان کې ۱۳ سرتېرو ژوند بایلود

د چارواکو په خبره پېښه تېره شپه د پلخمري ښار وزیر اباد او نیازالله سیمه کې په داسې حال کې شوې چې طالبانو د پولیسو پر دوو پوستو برید وکړ.

شریک یي کړئ