کابل کې د هدفي وژنو په لړ کې، نن درې تنه په درې بېلابېلو پېښو، چاودنې او ډزو سره وژل شوي دي.
د بګرامۍ د امنیت مدیر احمد ملک زاده موتر نن سهار په پنج صد فامیلي سیمه کې د یوه ماین موخه وګرځېد چې په پایله کې یې هغه او یو ساتوونکی یې ټپيان او یو بل ساتونکی یې ووژل شو.
بلخوا ناپېژاده وسله والو د کابل په پنځلسمه حوزه کې څارنوال حمشت الله او په پغمان ولسوالۍ کې د پولیسو یو افسر حاجي رمضان په ډزو سره ووژل.
د احمد ملک زاده د تره زوی خالد ملک زاده وايي:«اړیکه مې ونیوله، د بګرامۍ د امنیت مدیر، احمد ملک زاده په روغتون کې دی او روغتیا یې ښه ده.»
د کابل اوسېدونکی محمد سلیم وویل:«چاودنه وشوه. ډېره ځواکمنه وه. یو تن مې ولید چې شهید شوی و. یو بل ټپي و. خو د چلوونکي روغتیا ښه وه.»
په ورته وخت کې د پولیسو یو افسر حاجي رمضان نن کله یې چې غوښتل د خپلې دندې پر لور ولاړ شي، د پغمان ولسوالۍ په تولات کلي کې د ناپيژندو وسله والو له لوري په ډزو سره ووژل شو.
څارنوال حشمت الله ملکزاده هم تېر مازدیګر له خپلې کورنۍ سره د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند خواجه بغرا سیمه کې له خپله کوره له وتو سره سم په خپل موټر کې د ناپيژندو وسله والو له لوري ووژل شو.
د حشمت الله ملک زاده زوی کیهان وايي:«زه او ورور مې په موټر کې د پلار تر څنګ ناستو وو. پلار مې نوی غوښتل چې حرکت وکړي چې په تومانچې سره یې پرې ډزې وکړې.»
د حمشت الله ملک زاده ورور محمد هارون هم څرګنده کړه:«دوه تنه یې ونیول له حکومته غواړو چې نور کسان هم پيدا کړي، کنه موږ چوپ نه پاتې کېږو.»
د لویې څارنوالي د شمېرو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۲ څارنوالان په موخه ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وویل:«له ۱۳۸۵ کال راهیسې تراوسه ۱۳۷ څارنوالان د موخه ییزو وژنو په پایله کې وژل شوي دي چې یوازې ۱۲ تنه یې سږکال وژل شوي دي. یو څارنوال اسیر دی او د یوه بل څارنوالۍ له برخلیکه هم معلومات نشته.»
سره له دې چې، کورنیو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې په موخه ییزو بریدونو کې د وژل شویو پوځيانو شمېر ۲۵ بولي؛ خو خلک بیا په دغو بریدونو کې د وژل شویو پوځيانو شمېر لوړ بولي.