Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د تاوتریخوالي پرکمښت د ملګرو ملتونو ټینګار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، ډېبرا لاینز وايي افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو موضوع باید د سولې خبرو په دوهم پړاو کې لومړیتوب ولري.

نوموړې پنجشنبې(د لیندۍ په ۲۷مه نېټه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د خبرو پرمهال افغانستان کې د تاوتریخوالي په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

ډېبرا لاینز همداراز څرګنده کړې، په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتګ لپاره باید امنیتي اندیښنې او د سولې پروسې له پیله"د ښځو، ځوانانو، اقلیتونو، جګړو قربانیانو او مذهبي مشرانو ماناداره ګډون" ته پام وشي.

هغې زیاته کړې:«زه له ټولو هېوادونو غوښتنه کوم چې په ښکېلو خواو فشار راوړي ترڅو تاوتریخوالي کې دوامداره کمښت راشي او تمه ده چې د تاوتریخوالي کمښت د سولې خبرو کې یو مهم لومړیتوب ووسي.»

لاینز ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو وتو سره د امنیت لیږد افغانستان کې اندېښنې راپورته کړې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې همداراز ویلي:«په راتلونکو میاشتو کې زه وړاندوینه کوم چې دغه امنیتي لیږد به د افغان چارواکو، د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو یوه عمده موضوع وي.»

هغه په ​​دې باور ده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې سیمه ییزه همکاري خورا مهمه ده.

هغې ویلي که څه هم افغانستان د یو مهم کال د پایته رسېدو شاهد دی، خو بیا هم د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوي ناورین سره افغانستان لا هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې څرګنده کړې چې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې له طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې هوکړې، افغانستان کې د سولې خبرو او د جنیوا مهم غونډه ترسره شوه، خو دغه هېواد کې د تاوتریخوالی کمښت د تل پاتې سولې لپاره یو ګواښ دی.

لومړنۍ شمېرې ښیې چې د حکومت ضد ډلو لخوا په لاس جوړو شویو بمونو د چاودنو، پر ښوونځيو، توغندیزو بریدونو او هدفي وژنو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

دا زیاتوي افغانستان لاهم د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو ځایونو څخه دی. د هغې په ​​وینا، یوازې ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې شپږ خبریالان دغه هېواد کې وژل شوي دي.

ډېبرا لائنز او اونهېواد کې یې کرونا ویروس دوهمې څپې په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه هېواد به له لوږې سره مخامخ شي.

په هم دې حال کې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو استازې، ښکیلا ځدراڼ وینا وکړه او ویې ویل:«‎موږ د نورو د ګټو لپاره هېڅ سیاسي هوکړه نه غواړو. موږ اوس هم د نیابتي جګړې لپاره درنه بیه ورکوو، که د سولې ناسم وي، نو افغانان به بیا هم قرباني شي.»

هغې زیاته کړې:«‎د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمینځ د سولې د تړون له لاسلیک کیدو راهیسې د تاوتریخوالي کمښت پرځای، تاوتریخوالی ډېرې شوی دی. ملکي وګړي وژل شوي دي. ځوانان په نښه شوي دي. موږ ناهیلي شوي یوو او نشو کولی چې په دې توګه د سولې په خبرو باور وکړو.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په ​​ټولو هېوادونو غږ کړی چې په تاوتریخوالي کې د دایمي کمښت لپاره پر ښکېلو خواوو فشار راوړي.

شریک یي کړئ