Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې لاریون؛ اعتراض کوونکي ارګ مخې ته لاریون دوام ګواښ کوي

بلخ ولایت کې ۵۳ ورځې مخکې د تښتول شوي ماشوم، عبدالرووف خلاصون لپاره اعتراض کوونکو د ولایت مقام مخې ته خیمه وهلې او له چارواکو د ماشوم د ژغورنې غوښتنه کوي.

دوی وايي د کورنیو چارو وزیر دوی سره په تلیفوني اړیکه کې ژمنه کړې چې ډیر ژر به ماشوم له تښتوونکو له منګولو وژغوري. په همدې حال کې دوی خبرداری ورکوي که چیرې دا ژمنې عملي نشي، نو دوی به خپل لاریون د ارګ مخې ته وغځوي.

هغوی وايي د ژمنو نه عملي کېدو په صورت کې به پلي تر ارګه پورې ولاړ شي او یو ځل بیا به د حیرتان اقینې بندر لار وتړي.

لاریون کونکی، اسدالله عطار څرګندوي:«موږ ځوانان چمتو یوو چې له بلخ ولایته تر ارګ او د شپږنیمې بجو د غونډې چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ کیږي، د تښتونکو له منګولو د عبدالرووف د ازادولو لپاره اعتراض وکړو.»

د عبدالرووف مور، زهره چې د خپل ماشوم د لیدو په ویر کې اوښکې تویوي وايي:«هوا سړه ده، ټول ناروغ دي، له حکومته هیله کوم چې ژر دې کار وکړي او زموږ اولاد دې سلامت راتسلیم کړي.»

اعتراض کوونکي مېرمنې پر حکومت نیوکې کوي چې له پنځوسو ډېرو ورځو کې نه دي توانیدلي څو تښتول شوی ماشوم وژغوري.

د تښتول شوي ماشوم خپلوانه، بهار وايي:«د عبدالرووف بیچاره مور ناروغۍ بستر کې وه، د خپل ماشوم لپاره دلته راغلې ده، د اعتراض لپاره چې د خپل ماشوم نه کومه هیله ولري، خو له ماشومه یې هېڅ خبر نشته.»

د عبدالرووف کورنۍ وايي چې تښتوونکي پوځي کالي اغوستي وو.

د تښتول شوي ماشوم نیکه څرګندوي چې تښتونکو په وروستي پیغام کې ورته ویلي وو چې په یونیم میلیون ډالرو قناعت نلري او ډېرې غواړي دي.

د عبدالرووف تښتونې سره ۱۸ ورځې کیږي چې یو شمېر ترکنانو د بلخ ولایت مقام مخې ته لاریون کړی دی.

اعتراض کوونکومخکې له دې د دوو ورځو لپاره د حیرتان ـ مزار او د ۶ ساعتونو لپاره د اقینې ـ مزار لارې وتړلې. دوی وايي چې دولتي ځواکونه د ماشوم ژغورنه کې ناکام دي.

په همدې حال کې د بلخ پولیس وايي چې د تښتونې به تړاو یې درې تنه نیولي دي او د اصل عاملینو نیونې لپاره هڅې روانې دي.

بلخ کې د تښتول شوي ماشوم، عبدالرووف د خلاصون لپاره ۸ ورځې کیږي چې ښځې هم د نارینه وو ترڅنګ خیمه کې ناستې دي

شریک یي کړئ