د غزني ولایت ګېلان ولسوالۍ کې د قرآن کریم ختم مراسمو کې چاودنې د ۱۵ ملکي کسانو ژوند اخیستی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې پېښه نن(جمعه د لیندۍ په ۲۸مه نېټه) له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې شوې ده او پایله کې یې ۲۰ تنه نور ملکي کسان ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند، طارق ارین څرګندوي چاودنه له چاودېدونکو توکو ډک "زرنج" موټر په مرسته شوې ده.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په همدې حال کې ښاغلي ارین پر خپلې تویټر پاڼې لیکلي دي چې طالبانو د د نیمروز- دلارام ولسوالۍ لاره ورانه کړې ده.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.