Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مرکچي پلاوي پنځه ورځنۍ سلامشورې؛ 'مذاکرات دې ژر پیل شي'

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاویو پنځه ورځنیو د سلامشورو پایله دا وه چې د مذاکراتو دویم پړاو باید له تاګل شوي وخت مخکې پيل شي.

دغه پلاوي او د ملي روغې جوړې عالي شورا تراوسه د دغو مذاکراتو د پیل لپاره کومه نېټه نه ده مشخصه کړې؛ خو په دوحه کې د مرکچي پلاویو د پرېکړو پربنسټ ټاکل شوې ده چې دغه مذاکرات د مرغومې په ۱۶مه نېټه پيل شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي له دوحې له ستنېدو وروسته تراوسه دغه پلاوي دوه ځلي د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس او یو ځل هم له ولسمشر غني سره د سولې بهیر په تړاو سلامشورې کړې دي.

خو د جنوري میاشتې په پنځمه د سولې د مذاکراتو بېرته پېلېدل لا هم له پوښتنو سره مخ دي.

له دې ټولو سره د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د مذاکراتو د دویم پړاو د پیل لپاره د دغې شورا وروستۍ پرېکړه، هماغه تعیین شوی وخت دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون حوځون وايي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت له لوري هېڅ ستونزه به نه وي. موږ چمتو یوو چې د هغه په معینه نېټه مذاکراتو ته ستنېږو.» 
                
پخوانی جهادي قومندان محمد اسماعیل هم وايي چې مذاکرات باید ژر تر ژره پيل شي:«زه اندېښمن یم او هیله من یم چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو له هڅو سره، خبرې اترې څومره چې ژر پیل شي. هیله لرو چې پيل شي، خو ښايي له ځنډ سره پیل شي.»

له دې ټولو سره سره، د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پېلېدو مخکې د سولې بهیر په تړاو د یوې سیاسي اجماع رامنځته کېدل د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره مهم بلل کېږي.

بل خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په غزني کې وروستۍ چاودنې ته چې ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې په  غبرګون کې دا تاوتریخوالي د منلو وړ نه بولي او ټینګار کوي چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې او له افغان دولت سره د امریکا د ګډې اعلامیې او نړیوال ملاتړ په شتوالي او د سولې مذاکراتو په پېلېدو سره، د هغو افغانانو په باور چې د سولې هیله لري، جګړې او تاوتریخوالي خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.
 
خلیلزاد د ټویټونو په لړ کې لیکلي:د امریکا - طالبانو ترمنځ هوکړه لیک، د امریکا - افغانستان ګډې اعلامیې، له سولې او د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له پیله د پراخ نړیوال ملاتړ په موجودیت کې، ستاسو له نظره یو ډېر شمېر افغانان چې سولې او امنیت ته اړتیا لري او د هغه هیله لري، بین الافغاني جګړې او وژنې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.»

له دې ټولو سره سره، رویټرز خبري آژانس څلور ورځې وړاندې په قطر کې د طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی دی چې ټاکل شوې ده په قطر کې د طالبانو د دفترغړي په پاکستان کې د دې ډلې له مشرتابه غړو سره هم وګوري. طالب سرچینو رویټرز ته ویلي دي چې په دې کتنه کې به په قطر کې د طالبانو د دفتر استازي د دې ډلې قومندانانو ته د تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړي.

ورته مهال د هېواد د سوېل حوزې ځینې سیاسي او جهادي مشران له حکومته غواړي چې د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته نه کړي.

هغوی، نن یکشنبې په کندهار ښار کې یوې غونډه کې، نیوکه وکړه چې حکومت د سولې بهیر کې مهم سیاسي لوري او څېرې له پامه غورځولي دي.

د هغوی په وینا، په حکومت کې د ځينو کړیو د تعصبي چلند له امله په کندهار کې جګړې زور اخیستی او طالبانو په دغه ولایت کې څو برخې له امنیتي ځواکونو نیولي دي.

په دغې غونډه کې د اقوام او قبایلو پخواني وزیر ګل اغا شېزي، د ولسي جرګې پخواني غړي محمد نعیم لالي، او ځينو نورو سیاستوالانو حضور درلود. 
 
شریک یي کړئ