Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د تښتول شوي ماشوم کورنۍ: د نه خوړلو پر اعتصاب لاس پورې کوو

په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف کورنۍ ګواښ کوي که چېرې دغه ماشوم له تښتوونکو ونه ژغورل شي، د خوړو په نه خوړلو به لاس پورې کړي.

هغوی له دې امله پر حکومت نیوکه کوي چې تراوسه یې دغه ماشوم نه دی ژغورلی او تر ارګه د خپلو لاریونونو د لمنې د غځېدو ګواښ کوي.
  
یووېشت ورځې کېږي چې دوی د بلخ ولایت د ودانۍ مخې ته راټول شوي دي. د دوی غوښتنه نهه کلن عبدالرووف شپږپنځوس ورځې مخکې په مزار شریف کې تښتول شوی دی.
 
د تښتول شوي ماشوم مور زهره وویل:«دوه میاشتې کېږي چې هره ورځ مرو او ژندي کېږو. د ځګر وینه څښو. زموږ ځګر ټوټې ټوټې شو.»

دا معترضان وایي چې په ځلونو یې خپله ستونزه له دولتي چارواکو سره شریکه کړې ده، خو  چارواکي د تښتول شوي ماشوم په خوشي کولو کې پاتې راغلي دي.
 
معترضان وایي چې کورنیو چارو وزارت په ټلېفوني اړیکه کې له دوی سره ژمنه کړې وه چې تر یوې بلې اوونۍ به دا ماشوم د تښتوونکو له منګولو راخوشي کړي، خو تر اوسه دا ژمنه نه ده پر ځای شوې.
 
 معترض اسدالله عطار څرګندوي:«ایا کشفي او امنیتي بنسټونه دومره اړ دي چې یو نهه کلن معصوم ماشوم چې د تعلیم او تربیې لپاره ځي، هغه د تښتوونکو له منګولو نه شي ژغورلای؟»

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل هم تښتول شوي ماشوم ته د عدالت غوښتنې لپاره دلته راغلی دی.
 
د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل وايي:«نن یوازې په دې موخه راغلی یم. یوازې مې وغوښتل چې ما په خپل درد کې شریک وګڼي. دا درد یوازې ترکمن وروڼو پورې اړوند نه دی.»

خو ولې د دغه تښتول شوي ماشوم خوشي کېدل ځنډېدلې دي. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل‌ شاه عادل په دې اړه وايي:«د اختطاف پېښې ډېرې سختې او پېچلې او په ورته وخت کې ډېرې مبهمې دي. اړتیا ده چې پولیس په مسلکي توګه پر دغې موضوع کار وکړي.»

تښتوونکو د عبدالرووف کورنۍ ته هغه ویډیويي پيغام لېږلی دی چې ښيي د دغه ماشوم لاس او پښې په زنځير تړل شوي دي او په یوه تیاره ځای کې بربنډ ساتل کېږي.
 
شریک یي کړئ