Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله سیمې ته د خپلو سفرونو په لړ کې تاجیکستان ته ولاړ

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سیمې ته د خپلو سفرونو په لړ کې، نن سهار (دوشنبې د مرغومې په لومړۍ) تاجیکستان ته ولاړ.

د سپیدار په خبرباڼه کې راغلي دي چې ټاکل شوې ده په دغه دوه ورځني سفر کې ښاغلی عبدالله د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر قاهر زسول زاده، د استازو د مجلس محمد طاهر ذاکرزاده او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره وویني.

خبرپاڼه همدارنګه کاږل شوي چې په دغه سفر کې، د افغان سولې بهیر د ننګونو، فرصتونو په اړه به خبرې اترې وشي.

د افغانستان د سولې خبرې اترې

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاویو پنځه ورځنیو د سلامشورو پایله دا وه چې د مذاکراتو دویم پړاو باید له تاګل شوي وخت مخکې پيل شي.

دغه پلاوي او د ملي روغې جوړې عالي شورا تراوسه د دغو مذاکراتو د پیل لپاره کومه نېټه نه ده مشخصه کړې؛ خو په دوحه کې د مرکچي پلاویو د پرېکړو پربنسټ ټاکل شوې ده چې دغه مذاکرات د مرغومې په ۱۶مه نېټه پيل شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي له دوحې تر ستنېدو وروسته تراوسه دغه پلاوي دوه ځلي د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس او یو ځل هم له ولسمشر غني سره د سولې بهیر په تړاو سلامشورې کړې دي.

خو د جنوري میاشتې په پنځمه د سولې د مذاکراتو بېرته پېلېدل لا هم له پوښتنو سره مخ دي.

له دې ټولو سره د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د مذاکراتو د دویم پړاو د پیل لپاره د دغې شورا وروستۍ پرېکړه، هماغه تعیین شوی وخت دی.
له دې ټولو سره سره، رویټرز خبري آژانس څلور ورځې وړاندې په قطر کې د طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی دی چې ټاکل شوې ده په قطر کې د طالبانو د دفترغړي په پاکستان کې د دې ډلې له مشرتابه غړو سره هم وګوري. طالب سرچینو رویټرز ته ویلي دي چې په دې کتنه کې به په قطر کې د طالبانو د دفتر استازي د دې ډلې قومندانانو ته د تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړي.

شریک یي کړئ