Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د مذاکراتو دویم پړاو دپيل لپاره د جمهوریت دریځ روښانتیا مهمه ده'

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه ګوفي نن (دوشنبې د مرغونې په لومړۍ نېټې) وویل چې د مذاکراتو دویم پړاو هغه مهال به پيل شي چې دغه پلاوی د سولې مذاکراتو په هکله د «جمهوریت دریځ» ترلاسه کړي.

د مرکچي پلاوي دغې غړې زیاته کړه تر هغې چې د سولې د مذاکراتو د اجنډا په هکله وضاحت رامنځته نه شي، د مذاکراتو د دویم پړاو پيل به ګټور نه وي.

په کابل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له سلا مشورو شپږ ورځې تېرېږي، خو د سولې بهیر کې د یوې سیاسي اجماع نشتوالی او دغه راز د مذاکراتو د دویم پړاو د اجنډا په تړاو د جمهوریت ناڅرګند دریځ په دویم پړاو مذاکراتو کې د افغانستان  اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي پر وړاندې تر ټولو لویې ننګونې دي. هغه ننګونې چې ان د سولې مذاکراتو د دویم پړاو د ځنډېدو لامل به هم شي.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي:«موږ د خپلو مشورو لړیو ته دوام ورکوو او باید له یوه وضاحت سره بېرته راستانه شوو، یعنې د مذاکراتو پيل به تر هغې چې د جمهوریت دریځ او هغه موردونه چې په اجنډا کې دي وضاحت ونه لري، ګټور به نه وي. نو زموږ هڅه دا ده په خپل وخت شروع شي خو له وضاحت سره.»

خو د ملي روغې جوړې عالي شورا خبرداری ورکوي چې د مذاکراتو دویم پړاو باید په هېڅ راز شرایطو کې ونه ځنډول شي. 
                  
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادت وویل:«خبرې اترې باید تر هېڅ ډول شرایطو لاندې ونه ځنډول شي، په هېڅ پلمه باید موږ دغه بهیر ونه ځنډوو او په دغه بهیر کې تشه رامنځته نه کړو.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې غونډه به تر ټولو مهمه هغه غونډه وي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ته به د سولې مذاکراتو د دویم پړاو د اجنډا په تړاو مشخصې لارښوونې وکړي؛ خو د وخت په دغه راز لږوالي کې عبدالله عبدالله تاجیکستان ته سفر کړی دی او تر اوسه په کره توګه څرګنده نه ده چې دا غونډه به څه وخت جوړه شي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«پلاوی به د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشرتابه کمېټې سره به وویني او د دغې شورا او د خلکو مشورې به تعقیب کړي او له یو بشپړ چمتووالي سره به مذاکرات پیل کړي.»

یوه له مهمو نیوکو دا ده چې د سولې بهیر په تړاو واحده سیاسي اجماع نشته او د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی هم د لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره له یوه ناڅرګند حالت سره مخ دی.

له دې سره سره د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وایي چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې د دغه پلاوي تر ټولو مهم لومړیتوب په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی امین احمدي څرګنده کړه:«په هغې فضا کې چې جګړه شته، د نظام او د خلکو د حقونو په هلکه بحث کول عادلانه نه دي.»

خو د سولې مذاکراتو د دویم پړاو د اجنډا په تړاو د جمهوریت دریځ په داسې حال کې ناڅرګند دی چې ټاکل شوې ده، له مخکې د ټاکل شوي وخت پر بنسټ تر پنځلسو ورځو پورې د سولې مذاکرات له سره پېل شي.

شریک یي کړئ