Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني د خبریالانو ټولنې رییس د ناپېژانده وسله والو لخوا ووژل شو

د غزني پولیسو نن ماښام (د مرغومې په لومړۍ نېټې) ټينګار کوي چې د دغه ولایت د خبریالانو ټولنې رییس رحمت الله نیکزاد د ناپېژانده وسله والو له خوا په غزني ښار کې د کور ته څېرمه یې ووژل شو.

د ځايي چارواکو په وینا، ښاغلي نیکزاد له الجزیزه شبکې او اسوشیټډ پرس او ځینو نورو خبري ازانسونو سره د خبریال په توګه کار کړی دی.

دا پنځم خبریال دی چې په هېواد کې له دوو میاشتو په کمې موده کې وژل کېږي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د ګواښونو په هکله اندېښنې

له دې مخکې ځینو خبریالانو د هغو پېښو پر څېړنو ټینګار کاوه چې په څه باندې یوې وروستۍ میاشت کې، د رسنیو د کارکوونکو ژوند یې اخیستی دی.

هغوی په دې باور دي که چېرې امنیتي بنسټونه په دې لړ کې بې پروايي وکړي، د بیان ازادي به په هېواد کې زیان وويني.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازي ډبورا لاینز وویل چې یوازې په روان زیږدیز کال کې شپږ خبریالان او لس تنه د بشري حقونو دفاع کوونکي په افغانستان کې وژل شوي دي.

هغه د افغان حکومت له خوا د دغو پېښو پر څېړنې ټینګار وکړ.
 
رحمت الله نیکزاد له الجزیزه شبکې او اسوشیټډ پرس او ځینو نورو خبري ازانسونو سره د خبریال په توګه کار کړی دی.

شریک یي کړئ