Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د چاودنو دوام؛ پلازمېنه کې چاودنې پنځه تنه وژلي دي

د کابل پولیس په یوې خبرپاڼه کې وايي چې نن (سې شنبې د مرغومې په ۲مه) په کابل ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغې پېښه نن سهار ۰۷:۳۳ دقیقې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې په اړوند دوغ اباد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د څرخي پله زندان د یوې موظفې ډاګټرې پر کرولا ډوله موټر ماین چاودنه وکړه.

په خبرپاڼه کې د قربانیانو د پېژاند په هکله جزییات نه دي ورکړل شوي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په څه باندې دوو میاشتو کې د امنیت ضد څه باندې ۶۰ پېښې 

 د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له خوا د کابل د امنیت د ټينګښت د مسوولیت له اخیستو کابو دوو میاشتو وروسته دغه ښار د څه باندې ۶۰ امنیت ضد پېښو شاهد و.

د طلوع نیوز د ارزونې پربنسټ، په تېرو ۶۴ ورځو کې، کابل  د درې ځانمرګو له هغې ډلې د کابل پر پوهنتون، د کوثر پر ښوونیز مرکز او پغمان ولسوالۍ کې، ۲۹ ماین چاودنې، درې توغندويي بریدوهه، ۲۶ وسله وال بریدونه، او دوه موټربم چاودنې شوې دي.

د دغو بریدونو په پایله کې، ۱۳۳ تنه وژل شوي او ۲۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیس کابل می‌گوید که این رویداد حوالی ساعت ۰۷:۳۳ دقیقۀ بامداد امروز در منطقۀ دوغ‌آباد در مربوطات حوزۀ هفتم شهر کابل، رخ داده‌است.

شریک یي کړئ