Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست او فاریاب کې چاودنې؛ ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي

نن په خوست او فاریاب ولایتونو کې په دوو جلا چاودنو کې د څلورو ولسي وګړو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور تپيان شوي دي.

د خوست ولایت د یعقوبي ولسوالۍ په بازار کې یوې دغې چاودنې د څلور ولسي وګړو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د خوست پولیس وايي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته پر یوه پوځي موټر شوې ده.

بلخوا د فاریاب پولیس وايي چې د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک یوه هاموې موټر د چاودنې په پایله کې درې پوځيان وژل شوي او د پنځه تنه ولسي وګړو په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې دغه پېښه تېره شپه د دولت اباد ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.

هغه همدارنګه زیاتوي چې طالبانو یو هاموې ټانګ ته چاودنه ورکړې ده چې ولسي وګړو ته یې زښته زیات مالي زیانونه اړولي دي.

هغه وویل چې شونې ده د وژل شویو او ټپیانو شمېر زیات شي.

شریک یي کړئ