Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د سولې ټولې پرېکړې د طالبانو مشرتابه او علماوو شورا سره شریکوو'

د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې د سولې په مذاکراتو کې ټولې پرېکړې په پاکستان کې د دغې ډلې له مشرتابه او علماوو شورا سره له شریکېدو وروسته، وروستۍ کوي.

ملا برادر دغه څرګندونې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دغې ډلې له ټپيانو سره د لیدنې پر مهال کړې دي او همدارنګه ټینګار کوي چې د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې حضور لري. خو طالبانو تراوسه د ملابرادر د دغې وینا د ځای په هکله څه نه دي ویلي.

بلخوا طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی چې له قطره پاکستان ته تللی دی د طالبانو له جنګي قومندانانو سره په لیدنه کې د تاوتریخوالي په اړه خبرې اترې کړې دي.
 
هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د طالبانو ډلې د پلویانو ته د ملا عبدالغني برادر وینا ښيي. د رپوټونو له مخې ملا برادر د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو ټپیانو ته وینا کړې ده.
       
د طالبانو ډلې مرستیال او په  قطر کې د دې ډلې د دفتر مسوول ملا عبدالغني برادر وايي:«دلته له موږ څه پېښې شوې دي، خو بیا هم موږ مجبوره یوو چې راځو به، ځکه یوازې معدود کسان نشته دلته، دلته زموږ او تاسې ټوله مشرتابه دې ځای کې دي.»

دا طالب چارواکی خپلو پلویانو ته ډاډ ورکوي چې د سولې مذاکرات د دې ډلې د مشرانو په سلامشورې مخته ځي.

ښاغلي برادر په دې اړه وویل:«که کلي او جزي خبره موږ هلته کوو، له مشرتابه سره یې شریکوو، دلته راځي دا خبره له مشرتابه، د علماوو له شورا سره شریکېږي او بیا هغه خبره موږ ته رارسېږي او موږ بیا دوباره پر هغه عمل کوو.»

خو د طالبانو ډلې د مرستیال او په قطر کې د دې ډلې د دفتر د مسوول وینا، دلته په افغانستان کې هم له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
                
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل:«له مخکې دوی وو، خو اوس یې اقرار وکړ او تراوسه هم بهیر همداسې دی او له همدې امله دی چې د پاکستان رول هم مهم دی.»

بل خوا طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د طالبانو هغه پلاوی چې له قطره پاکستان ته تللی دی، د دې ډلې له قومندانونو سره یې د تاوتریخوالي د کمښت د څرنګوالي په تړاو خبرې کړې دي.
           
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«داسې ویل کېږي چې طالبان اړ شوي ترڅو د دوی سیاسي مشران چې په قطر کې دي له خپلو نظامي مشرانو سره او د رهبرۍ شورا له ټولو غړو سره په دې سلا مشورو باندې سره هوکړې ته ورسېږي. ترڅو وکولای شي د دغو نړیوالو فشارونو په وړاندې مثبت غبرګون وښي.»
             
آزاد خبریال سمیع یوسفزی څرګندوي:«د پاکستان له لوري پر طالبانو کوم نوی فشار نه دی راغلی چې اوربند ومني او یا تاوتریخوالی کم کړي.»   

طالبانو ته د نږدې سرچینو په باور د طالبانو مرکچي پلاوی په داسې حال کې د دې ډلې له قومندانونو سره سلا مشورې کوي چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر د استخباراتي معلوماتو له مخې ویلي دي چې د پېښور شورا طالبانو ته لارښوونه کړې چې د افغانستان په ښارونو کې خپل بریدونه زیات کړي.

شریک یي کړئ