Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میک: د پوهنې وزارت لاهم د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دی

له اداري فساد سره د مبارزې خپلواکې کمېټې موندنې ښيي چې د دغې کمېټې د اصلاحي سپارښتنو سربېره د غه وزارت د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دی.

د دغې کمېټې موندنې ښيي چې دا وزارت توانېدلی چې له ۲۰۱۷ زیږدیز کال راهیسې د دغه بنسټ له ۱۱۳ سپارښتنو نه ۷۰ سپارښتنې عملي کړي.

 خو د مسلکي ښوونکو او د دغه وزارت د ښوونیز نظام په برخه کې ستونزې پر خپل ځای دي چې په پوهنې وزارت یې د خلکو باور زیانمن کړی دی. 

له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواکې کمېټې رییس میوند روحاني وايي:«لا هم موږ د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ یوو دویمه برخه د نصاب نشتوالی دی تاسې ټول ښايي پوه شئ چې لا هم معارف ښه نصاب نه لري.»

له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواکې کمېټې د موندنو له مخې له هرو لسو ښوونکو نه اتو هغو د ښوونکي معیارونه نه دي لرلي او ډېری ښوونکي د زورواکو په مداخلې سره ګومارل شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواکې کمېټې څېړونکې معصومه یعقوبي څرګندوي:«موږ پيدا کړه چې د معارف د کار موندنې په یوه کارکېټ بدل شوی دی چې په هغه کې هر زورواکی هڅه کوي خپل د علاقې وړ کسان د معارف په بدنه کې شامل کړي.»

بل خوا د پوهنې وزارت وایي چې ښوونځيو شپاړس سلنه ښوونکي لوړې زده کړې نه لري ۵۷ سلنه ښوونکي نیمه عالي زده کړې لري او یو شمېر نور یې لوړې زده کړې نه لري.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه آرین وايي:«دلیل یې همدا دی چې هغوی په لېرې پرتو سیمو کې په ښوونکې او روزنې بوخت دي او د دې په دلیل چې د مسلکي ښوونکو لپاره تګ راتګ ستونزمن دی، له هغو ښوونکو چې په هماغه سیمه کې دي د هغوی له وړتیاو مو استفاده کړې ده.»

له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواکې کمېټې موندنې ښيي چې پوهنې وزارت ته د دې کمېټې ۴۰ اصلاحي سپارښتنې ۳۵ سلنه عملي شوي دي او درېیو نورو سپارښتنو څه باندې درې سلنه پرمختګ لرلی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه